لښکرګاه (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۱): فوزیه هغه مېرمن ده چې خاوند يې په تېره شل کلنه جګړه کې ژوند له لاسه ورکړی او اوس د کورنۍ سرپرستي ورله غاړې ده.
هغه له خپل یوه زوی او شپږو لوڼو سره د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د زړې کلا سیمې په یوه کنډواله کور کې ژوند کوي.
فوزیې چې له خپل سوري سوري ټیکري يې مایک ته راکتل، د خپلې بدې ورځې داستان داسې بیان کړ: «خاوند مې ژوندی و، د کور له دروازې لا د باندې نه وم راوتلې او چا مې پلو نه و لیدلی، خو جګړه دې ورکه شي، موږ ته يې ژوند دوزخ کړی، شپږ کاله مخکې مې خاوند په نادعلي ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې شهید شو او اوس زه په بازار کې خیرات ټولوم.»
هغې وویل، د ګټېوټې څوک نه لري او اړه ده چې خپلو بچیانو ته د نفقې موندلو لپاره په ښار کې خلکو ته د سوال لاس وغځوي.
فوزیه وايي: «زما سره په دې کور کې درې نورې کونډې مېرمنې هم اوسېږي، د مجبوریت له مخې مو په ګډه د میاشتې په ۳۰۰۰ افغانۍ کرایه نیولی او د هغوی خاوندان هم په تېرو جګړو کې وژل شوي او د کورنۍ سرپرستي دوی ته ور پاتې ده.»
هغې چې تر ټیکري لاندې به یې سترګې کله موږ ته راواړولې او کله يې ځمکې ته کتل، په ژړغوني غږ وویل: «ژوند مو تر پخوا ډېر ښه شوی، پخوا به له یوې خوا بېوزلۍ ژړولو، له بلې خوا به جګړو او بمباریو رڼا ورځ راباندې توره شپه ګرځولې وه، خو اوس شکر دی جګړه نشته او په امن کې ژوند کوو.»
هغې د خپل ژوند ترخه داستان په دوام کې وویل: «خدای دې هیڅ افغان مېرمن نه سرتوروي چې خاوند مې ژوندی و چا مې پلو نه و لیدلی، خو اوس د مجبوریت له مخې د هر چا دروازه ټکوم او خیرات غواړم.»
د فوزيې د خبرو په لړ کې درې نورې مېرمنې چې پیوند پيوند تور ټیکري يې پر سر و، هم زموږ خوا ته رانږدې شوې.
هغې وویل: «دوی هم کونډې دي، دا یوه مې د ترور لور ده، یوه د ماما او بله د کاکا لور، خاوندان يې په تېرو جګړو کې شهیدان شوي او د خپلو کورنیو سرپرستي ور پاتې ده، د مجبوریت له مخې مو دا کور په ګډه په کرایه نیولی.»
هغه وايي، خپل خپلوان يې ټول غريبان دي، له دوی سره د مرستې توان نه لري او له حکومته د مرستې غوښتنه کوي.
فوزیې خپل لاسونه تر ټیکري لاندې سترګو ته ونیول او له څو شېبو چوپتیا وروسته يې سر راپورته او لاس يې پر خپل مخ تېر کړ، زیاته يې کړه: «ډېر وخت کور کې د خوراک څه نه وي، ماشومان مې له لوږې ژاړي او شپه په نهاره سبا کوو.»
دا وايي: د کور څښتن د میاشتې په سر کې دروازه ور ټکوي او کرایه غواړي، کله کله پيسې نه وي نو شور کوي او وايي چې کور یې تش کړي.
هغې وویل، اوس په لښکرګاه کې هوا سړه شوې، د سونتوکو رانیولو وس نه لري او په وينا يې چي ماشومان يې یخنۍ وهلي دي.
د زهرا په نوم یوې بلې کونډې، ترڅنګ یې ناستې نورو مېرمنو په استازيتوب وویل: «وروره! د حکومت مشرانو ته زموږ دا پيغام ورسوه چې د مرستو لپاره تر موږ مستحق کسان نشته؛ موږ په دې کنډواله کې ۲۵ کسان اوسېږو، زه نهه اولادونه لرم، دوه مې زامن او اووه مې لوڼې دي او ټول په ښار کې خیرات ټولوو.»
هغې زیاته کړه، په دغه ویجاړ او زاړه کور کې څلور کورنۍ ژوند کوي چې د ټولو سرپرستي د ښځو پر غاړه ده.
زهرا وویل، خاوند يې نالوستی او غریبکار و، پنځه کاله وړاندې په خپل کور کې په مرمۍ ولګېد او ژوند يې له لاسه ورکړ.
هغه له حکومته غواړي چې د لاسي صنعت په برخه کې د کار زمینه ورته برابره کړي، څو له خیرات ټولولو خلاصه شي او د اولاد نفقه پر خپلو مټو د کار له درکه برابره کړي.
بلخوا، د هلمند ولایت مسوولین وايي، حکومت له خپل توان سره سم له ټولو بېوزلو سره مرستې کړې دي او دا لړۍ دوام لري.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض وویل، حکومت هر وخت له بېوزلو او بېسرپرسته مېرمنو سره نغدي او د خوراکي توکو مرستې کړې دي او له دې وروسته يې هم کوي.
هغه زیاته کړه: «ولایتي اداره له بېوزلو او بېسرپرسته کورنیو سره مرستې کوي، څو ورځې مخکې د دې ولایت په ځینو ولسوالیو کې بېسرپرستو مېرمنو ته د چرګانو روزلو وسایل او خیاطۍ ماشینونه هم ورکړل شوي دي.»
د یادونې ده، په هېواد کې د تېرو څه باندې څلورو لسیزو جګړو له امله نه یوازې خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي، بلکې میلیونونه کسان معلول او وژل شوي هم دي.
Views: 352
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP