ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسلام‌اباد: ټي‌ټي‌پي د افغانستان خاوره زموږ پر ضد کاروي

اسلام‌اباد: ټي‌ټي‌پي د افغانستان خاوره زموږ پر ضد کاروي

author avatar
2 Dec 2022 - 04:58
اسلام‌اباد: ټي‌ټي‌پي د افغانستان خاوره زموږ پر ضد کاروي
author avatar
2 Dec 2022 - 04:58

اټلانټا (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۱): د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء‌الله ادعا کړې چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) د خپلو بریدونو لپاره، د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ اسلام‌اباد کې یوه خبري کنفرانس ته ویلي چې د کویټې د ځانمرګي برید مسوولیت چې تحریک طالبان پاکستان اخیستی، د اندېښنې وړ خبره ده.

پرون د بلوچستان په کویټه ښار کې یوه ځانمرګي برید کې څلور کسان ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شوي وو. د پاکستان تحریک طالبان د دغه برید مسوولیت اخیستی و.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه، د ټي‎‌ټي‌پي مشران او له پنځو تر شپږو زرو غړي یې په افغانستان کې پټ دي او دغه خاوره د پاکستان پر ضد کاروي.

هغه وایي: «دا باید د افغانستان لپاره هم د اندېښنې وړ خبره وي چې تحریک طالبان پاکستان د وروستیو بریدونو مسوولیت اخلي.»

د نوموړي په وینا، د افغانستان سرپرست حکومت له نړۍوالو سره ژمنه کړې چې خاوره به یې د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي، خو اوس داسې کېږي.

هغه وایي، که کابل له نړۍ سره تعامل کول غواړي، نو بیا له نړۍوالو سره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان دا ډول ادعا کوي، تر دې مخکې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم په ملګرو ملتونو کې ورته څرګندونې کړې وې. دغه‌راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم ویلي وو چې په افغانستان کې نړۍوال ترهګر پټ دي.

د افغانستان حکومت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اوسنیو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې د پاکستان د لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر ادعاوې په کلکه رد کړې وې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بار بار ویلي چې هېواد یې د بل هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او نه هم په افغانستان کې ترهګرې ډلې شته.

د یادونې ده، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر څو میاشتې مخکې افغانستان خپل دښمن هېواد یاد کړی و.

Visits: 332

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.