ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د دوو کلیو ترمنځ دُښمني پر سولې او دوستۍ بدله شوه

بدخشان کې د دوو کلیو ترمنځ دُښمني پر سولې او دوستۍ بدله شوه

author avatar
5 Dec 2022 - 13:53
بدخشان کې د دوو کلیو ترمنځ دُښمني پر سولې او دوستۍ بدله شوه
author avatar
5 Dec 2022 - 13:53

فیض‌اباد (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د بدخشان اوسېدونکې ۶۰ کلنه کامله وایي، د جمعې لمانځه ادا کولو او زکات په راټولولو کې برتري غوښتنې له امله، د دغه ولایت د دوو کلیو ترمنځ شخړه رامنځته شوې وه، خو په دې وروستیو کې د سیمې قومي مشرانو د منځګړیتوب په پایله کې د دواړو کلیو اوسېدونکو ترمنځ روغه شوې او د دوستۍ په فضا کې ژوند کوي.

د سیمې اوسېدونکو په خبره، د «حصارک بالا» او «حصارک پایین» سیمې – چې د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې دي او ۵۰۰ کورنۍ پکې ژوند کوي –  د استوګنو ترمنځ له ډېرو کلونو راهیسې د زکات او عشر راټولولو، د جمعې لمانځه ادا کولو او له ځنګله د ساتنې لپاره د کسانو ګومارلو پر سر شخړه وه چې دې چارې د دواړو کلیو اوسېدونکو هوسا ژوند له ستونزو سره مخ کړی و.

۶۰ کلنه کامله د بدخشان جرم ولسوالۍ د حصارک پایین کلي اوسېدونکې

خو په دې وروستیو کې، د یادو سیمو د متنفذینو په منځګړیتوب سره سوله‌ییزه فضا رامنځته شوې او تاوتریخوالی پای ته رسېدلی دی.

د حصارک پایین کلي یوه اوسېدونکې ۶۰ کلنه کامله چې د دواړو کلیو ترمنځ د سترګو لیدلی حال او ترخې خاطرې لري، له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل: «له هغه وخته چې یادېږي مې، د دواړو کلیو خلکو ترمنځ جنګ کېده، نه مو ښه ورځ لرله او نه هم ارامه شپه.»

هغه د بېلګې په توګه وايي: «تېر کال مې د زوی واده و، ماښام نارینه د لمانځه ادا کولو لپاره جومات ته لاړل، خو ډېر وځنډېډل او د ډزو غږونه واورېدل شول چې ډېره وارخطا شومه، فشار مې لوړ شو او ضعف شوم؛ کله چې په هوش راغلمه نو ومې لیدل چې زوی مې راته سر ته ناست دی، د ځنډ راتلو پوښتنه مې ترې وکړه، وویل چې د حصارک بالا کلي خلک راغلي وو او په زوره یې عشر ټولول، کله چې خلکو رد کړ نو جنګ وشو او ډزې یې وکړې.»

د دغې ښځې په خبره، داسې پېښې په ځلونو تکرارېدې او د دواړو کلیو اوسېدونکي تل د جمعې لمانځه ادا کولو، زکات راټولولو او ځنګلونو لپاره د ساتونکو ګومارلو په څېر مسایلو اړوند شخړه درلوده او ان کله کله به یې وسلې ته لاس کړ.

نوموړې وویل، په دې وروستیو کې د سیمې سپین ږیرو په منځګړیتوب دغه ستونزې هوارې شوې او اوس دواړه کلي له ډار پرته په ارامه فضا کې ژوند کوي.

هغه هیله لري چې د دغو دواړو کلیو اوسېدونکو ترمنځ اختلاف را نه شي او ترمنځ تامین شوې سوله همداسې ټینګه پاتې شي؛ ځکه چې هر جنجال په پیل کې کوچنی وي خو په دوام سره لوېږي.

په دغه حال کې، د بدخشان د جرم ولسوالۍ د حصارک بالا کلي ۳۶ کلن اوسېدونکی امرالدین هم له رامنځته شوې سولې خوښ دی او د دواړو کلیو ترمنځ مخکني اختلافات عمومي او فردي امنیت لپاره خطرناک بولي.

هغه وایي، اړتیا ده چې د دواړو کلیو اوسېدونکي د راغلې سولې د لا ټينګښت لپاره ډېره هڅه وکړي؛ ځکه چې اختلافات په پیل کې کوچني وي، خو دوام یې پر سترو شخړو بدلېدلای شي.

د نوموړي په خبره، په تېرو دوو کلونو کې د یادو دواړو کلیو ترمنځ ډېر جنجالونه به د جُمعې ورځې د لمانځه په اړه وو، هرې یوې ډلې غوښتل چې په جومات کې په لومړي صف کې حضور ولري؛ له همدې امله یې خپل جوماتونه جلا کړل.

سرچینه زیاتوي: «یوازې د لمانځه مسئله نه وه، بلکې د ځنګله ساتونکي د استخدام پر سره به هم جنګ کېده، هر یوه غوښتل چې ځنګل ساتونکی (هغه کس چې د یوه کال لپاره د سیمې خلکو کروندې ساتي) د هغه له خپل کلي څخه وي.»

هغه وایي، هغوی له داسې وضعیت سره سره له دوو کلونو راهیسې سره ښکېل وو او د جمعې لمانځه ادا کولو، د ځنګله ساتونکي ګومارلو او د زکات او عشر راټولولو موضوعګانو به ورځ تر بلې د دواړو کلیو اوسېدونکو ترمنځ کرکه زیاتوله.

هغه زیاتوي: «د یادو کلیو ترمنځ د داسې منفي انګېزې جوړونې یو عمده لامل، د پخواني حکومت د نامسوولو وسله‌والو ډېروالی و چې هغو به خپلې ګټې او بقا په شخړو کې لټوله او په یو ډول به یې دغو شخړو ته لمن وهله غوښتل چې د جنګ لمبې بلې وساتي.»

په بدخشان کې د شخړو هواري یوه کارپوه عبدالصمد صبوري د یادو کلیو له اوسېدونکو غواړي چې د راغلې سولې ټینګښت لپاره هڅه وکړي؛ ځکه چې لویې ستونزې له وړو ستونزو څخه سرچینه اخلي.

هغه زیاته کړه: «شخړه او مناقشه په پیل کې په کوچنۍ سطحه وي چې د دوو کسانو، کورنیو، کلیو، ولسوالۍ او ان د هېوادونو په کچه رامنځته کېږي، خو که مخنیوی یې ونه شي، د ټولنې په کچه به غمیزه رامنځته کړي.»

د نوموړي په خبره، پر هر چا لازمه ده چې د خپلې وسې او توان مطابق د یو بل منلو او سولې لپاره هڅه وکړي.

سرچینې سوله او د یو بل منل د کورنیو او په ټوله کې د هېواد په کچه د پرمختګ لامل بولي.

هغه وایي، معمولاً شخړې هغه وخت را منځته کېږي چې د وګړو او سیمې سیاسي، ټولنیزې، اقتصادي او فرهنګي ګټې په خطر کې وي.

صبوري وویل: «له هغو اوسېدونکو چې په شخړو کې اخته دي، غواړم چې خپلو کې سره تفاهم وکړي او پرې نږدي چې کینې یې دوام وکړي.»

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي وایي، دوی ته د دواړو کلیو ترمنځ د اختلافاتو را پورونه رسېدلي وو چې ځیني مهال به د فزیکي شخړو او وسلو کارولو لامل هم کېده.

د نوموړي په خبره، ډېری هغو کسانو چې برتري غوښتنه یې کوله د مخکني حکومت اړوند نامسول وسله‌وال وو.

هغه وویل، په دې وروستیو کې د سیمې سپین ږیرو د دواړو کلیو له اوسېدونکو سره د ستونزو هواري او سولې په موخه بېلابېلې ناستې وکړې.

احمدي هم له خلکو غواړي چې یو بل ومني او د ستونزو او شخړو ټوکېدو پرمهال خپلو منځو کې کېني، د قضیې جرړې پیدا کړي او له منځه یې یوسي.

Visits: 296

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.