بدخشان کې د دوو کلیو ترمنځ شل کلنه شخړه پای ته ورسېده
په بدخشان ولایت کې سرچینې وايي چې د سیمهییز حکومت په منځګړیتوب په خاش ولسوالۍ کې د دوو کلیو ترمنځ شل کله دښمني پای ته ورسېده.
په بدخشان ولایت کې سرچینې وايي چې د سیمهییز حکومت په منځګړیتوب په خاش ولسوالۍ کې د دوو کلیو ترمنځ شل کله دښمني پای ته ورسېده.
د بدخشان اوسېدونکې ۶۰ کلنه کامله وایي، د جمعې لمانځه ادا کولو او زکات په راټولولو کې برتري غوښتنې له امله، د دغه ولایت د دوو کلیو ترمنځ شخړه رامنځته شوې وه، خو په دې وروستیو کې د سیمې قومي مشرانو د منځګړیتوب په پایله کې د دواړو کلیو اوسېدونکو ترمنځ روغه شوې او د دوستۍ په فضا کې ژوند کوي.