ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حیرتان بندر ښارګوټي ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی

د حیرتان بندر ښارګوټي ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی

author avatar
5 Dec 2022 - 11:01
د حیرتان بندر ښارګوټي ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی
author avatar
5 Dec 2022 - 11:01

مزارشریف (پژواک، ١۴ لېندۍ ۱۴۰۱): په بلخ ولایت کې د حیرتان بندر ښارګوټي مسوولین وایي، د ژمي موسم په رارسېدو سره دغه ښارګوټي ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی.

د آمو سیند غاړې او د یاد سوداګریز ښارګوټي ښکلا د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه یو شمېر سیلانیان ځانته جذب کړي دي چې هره ورځ لسګونه کسان د سیل لپاره ورځي.

د حیرتان بندر ښارګوټي ريیس قاري خلیل‌الله فاروقي وایي، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال او په ځانګړي ډول د هوا له سړېدو سره، یاد ښارګوټي ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی دی.

فاروقي زیاتوي، په هېواد او په ځانګړې توګه د حیرتان بندر ښارګوټي کې ډاډمن امنیت د دې لامل شوی چې خلک له وېرې پرته دغه ښارګوټي ته سفر وکړي.

بل لورته، په دغه ښارګوټي کې د رسټورانټونو خاوندان هم د سيلانيانو ډېرېدو ته خوښ دي.

په یاد ښارګوټي کې د يوه رسټورانټ مالک سیدآغا وایي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې او د هوا له سړېدو سره یې د مشتريانو شمېر ډېر شوى دى.

هغه وایي، هره ورځ لسګونه کسان د کبانو خوړلو لپاره ورځي او د جمعې په ورځو کې دغه ښارګوټي کې د خلکو شمېر سلګونو کسانو ته رسېږي.

بلخوا، یو شمېر سیلانیان چې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه یاد ښارګوټي ته ورغلي وايي، خوښ دي چې د سيل او تفريح لپاره دغه شان يوه سيمه برابره شوې ده.

د دغو کسانو له ډلې سید امین پژواک ته وويل، له کابل څخه د دغې سیمې لیدلو ته ورغلى، خوښ دی چې په لومړي ځل یې د آمو سیند ننداره وکړه او د دغې سیمې خوندور کبان یې وخوړل.

دغه‌راز يو بل سیلاني حشمت‌الله چې له فاریاب څخه یاد ښارګوټي ته ورغلی، وايي چې حکومت باید د دغه ډول سیمو د امنیت ټينګښت ترڅنګ، بېلابېل تفریحي پارکونه او نور ځایونه هم پکې جوړ کړي.

د يادونې ده، د حیرتان بندري ښارګوټی د بلخ له مرکز مزارشریف څخه ۸۰ کیلومتره واټن لري او د هېواد یو له مهمو سوداګریزو او بندري ښارګوټو څخه ګڼل کېږي.

Visits: 121

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.