ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د پنبې پروسس یوه فابریکه پرانیستل شوه

کندهار کې د پنبې پروسس یوه فابریکه پرانیستل شوه

author avatar
7 Dec 2022 - 11:19
کندهار کې د پنبې پروسس یوه فابریکه پرانیستل شوه
author avatar
7 Dec 2022 - 11:19

کندهار (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۱): د کندهار په صنعتي پارک کې د ۵۵ میلیون افغانیو په پانګونه د پنبې پروسس یوه فابریکه پرانیستل شوه.

د دې فابریکې پرانیستې په مراسمو کې چارواکو او صنعتکارانو ګډون کړی و.

د فابریکې مسوول حاجي یارمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د فابریکې پر جوړولو یې ۵۵ میلیون افغانۍ لګولې چې اوسمهال ۴۵ کسان کار ورسره کوي خو په نامستقیم ډول یې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

هغه زیاته کړه، دا چې برېښنا کمه ده، اوسمهال دغه فابریکه یوازې ۸ ساعته فعالیت لري او په دې موده کې ۳۲ ټنه پنبه پروسس کوي چې دوه ټنه غوړي او ۲۰ ټنه کنجاره ترې تولیدیږي.

دی وايي، که برېښنا ډېره شي نو سلګونه نور کسان به هم په کار وګوماري او د تولید کچه به یې ډېره شي.

د کندهار د کانونو او صنایعو خونې رییس سید سرور اماني وویل، د کندهار په صنعتي پارک کې د پنبې پروسس ۲۷ فابریکې فعالې دي چې پر دغو فابریکو شاوخوا ۱۶ میلیون ډالر پانګونه شوې ده.

دی وايي، په دې وروستیو کې په کندهار او نږدې ولایتونو کې د پنبې کرنه ډېره شوې چې هر کال ۷۰۰ زره ټنه دانه لرونکې پنبه ترې ترلاسه کېږي او ۱۷۰ زره ټنه خالص پنبه بهر ته صادرېږي.

هغه زیاته کړه: «څومره چې د پنبې حاصلات ډېرېږي، په هماغه اندازه یې باید پروسس هم ډېر شي، موږ ته اوس له کاله د خالصې پنبې له صادراتو ۴۰۰ میلیون ډالر په لاس راځي، که پروسس ډېر شي نو هم کارګر ډېرولای شو او هم یې صادرات ډېرولای شو.»

خو ده یادونه وکړه چې له هر څه مخکې د کافي برېښنا شتون مهم دی چې اوس یې کمښت کارونه ټکني کړي او د فابریکو فعالیت یې ورو کړی دی.

د کندهار یو بل تن صنعتکار احمدضیاء هم وویل چې تر ټولو لویه ستونزه د برېښنا کمښت دی؛ که دا ستونزه حل شي نو لسګونه نورې فابریکې به هم په فعالیت پيل وکړي.

ده زیاته کړه: «د برېښنا نشتوالي لوی مشکل جوړ کړی، موږ داسې فابریکې لرو چې لکونه ډالره پانګونه ورباندې شوې خو د برېښنا د نشتوالي له امله بندې دي.»

د پنبې پروسس په نوې پرانیستل شوې فابرکه کې په کار ګومارل شوي کسان خوښ دي چې خپلو کورنیو ته د نفقې پیدا کولو زمینه ورته برابره شوې ده.

د شاه‌محمد په نوم یوه کارګر پژواک خبري اژانس ته وویل: «خوښ یم چې په دې فابریکه کې کار کوم او اولادونو ته رزق ګټم، دلته تر ټولو لوی مشکل د برق دی، که برق ډېر شي نو فابریکې به ډېرې شي او ډېرو کسانو ته به کار هم پیدا شي.»

د معلوماتو له مخې، په کندهار کې له ۲۵۰ ډېرې فابریکې شته چې اوسمهال یې یوازې ۱۲۰ نیمه فعالې دي او پاتې نورې یې د برېښنا نشتوالي له امله بندې دي، د همدې ستونزې له امله یو شمېر فابریکې هرات او کابل ته هم وړل شوې دي.

Views: 253

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.