ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې خلک د «سپينل» قیمتي ډبرې غیرمعیاري استخراج په اړه اندېښمن دي

بدخشان کې خلک د «سپينل» قیمتي ډبرې غیرمعیاري استخراج په اړه اندېښمن دي

author avatar
7 Dec 2022 - 19:33
بدخشان کې خلک د «سپينل» قیمتي ډبرې غیرمعیاري استخراج په اړه اندېښمن دي
author avatar
7 Dec 2022 - 19:33

فیض‌اباد (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۱): د بدخشان ځیني اوسېدونکي په داسې حال کې د «سپينل» قیمتي ډبرې غیرمعیاري استخراج په اړه اندېښمن دي خو د کانونو ریاست وايي، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د استخراج بهیر ولاړ دی خو ممکن ځیني کسان یې په پټه استخراج کړي.

سپینل ډبره چې معمولاْ غبرګوني وي، د اته ضلعي کوچنیو بلورونو په بڼه په کان کې شتون لري.

دغه ډبره دانه‌یي او په ګرده بڼه هم پيدا کېږي. سپينل کلمه د لاتین له سپينا نه اخیستل شوې چې د اغزیو په معنا ده، دغه نوم په کانونو کې د یادې ډبرې ستنې ته ورته جوړښتونو ته اشاره کوي. د دې ډبرې بل نوم لعل دی.

دا ډبره د الومینیوم او منیزیم اکسید معدني ماده ده چې معمولاً سور، شین، ابی،  قهوه‌یي، ارغواني، نارنجي او تور رنګونه لري. ځینې سپينل ډبرې بې‌رنګه هم دي.

به بدخشان کې ځينې سرچینې وایي، دا ډبره د«پتاوک» سیمې د دره‌زو په سرسنګ لاجورد کان او د کران او منجان ولسوالۍ «لاجوردشوی» کلي کې په اناري، ارغواني او شیرچایي رنګونو کې شتون لري.

په بدخشان ولايت کې د پژواک ځايي خبريال د قيمتي او نيمه‌قيمتي ډبرو له درېیو تجربه‌لرونکو سوداګرو سره مرکې کړې دي.

بدخشان کې د قیمتي ډبرو سوداګر محراب‌الدین سراج وايي، سپينل د کان‌کيندونکو له لوري په غیرمعیاري ډول استخراجیږي؛ کان‌کیندونکي یې د چاودېدونکو توکو په کارولو سره ترلاسه کوي.

د هغه د معلوماتو پر بنسټ: «اوس مهال د پتاوک سیمې  په ۱۰ کارخونو کې لږ تر لږه ۲۰۰ کان‌کیندونکي په غیرفني توګه د دې ډبرو په استخراج بوخت دي خو له بده مرغه د استخراج‌کوونکو لپاره یې ښه پایله نه ده لرلې؛ هر کال د بدخشان د دې قيمتي ډبرې شاوخوا يو ميليون ډالر د سوداګرو ترمنځ تبادله کېږي. د دې دانې د استخراج اندازه ډېره نه ده، لویې او کوچنۍ دانې یې ترلاسه کېږي.»

۶۰ کلن خیرالله بای چې د ژوند ۴۰ کاله یې د بدخشان د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو په استخراج او سوداګرۍ کې تېر کړي وايي، «سپینل» چې د دغه ولایت اوسېدونکي یې د لعل په نوم هم یادوي، د بدخشان په بېلابېلو سیمو، لکه دره زو، لاجوردشوی کلي، پتاوک او د کران ومنجان په سرسنګ او د اشکاشم په نواباد سیمو کې په بېلابېلو رنګونو کې پيدا کېږي.

هغه زیاتوي، د بدخشان د دې ډبرې کیفیت د هغې بڼې په پرتله چې تاجکستان کې پیدا کېږي، ټیټ دی.

د قیمتي ډبرو یو بل سوداګر جلال‌الدین وایي، د یاد ولایت په مختلفو سیمو کې په دې ډبره کار روان دی خو تر اوسه هغه ډول چې د کان‌کیندونکو غوښتنه ده، استفاده شوې نه ده.

د بدخشان د کران او منجان ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالبصير د «سپينل» ډبرو ارزښت په اړه وايي: «په بدخشان کې د دغه قیمې ګوهر بيه د هغه له اندازې او رنګ سره تړاو لري؛ شیرچايي رنګ چې صاف وي، د هرې بلې قیمتي دانې په پرتله ډېر ارزښت لري چې د جمهوریت پر مهال د چین او نورو هېوادونو سوداګرو دغه قیمتي ګوهر له کابله اخیست، خو په دې وروستیو کې د کورنیو سوداګرو له خوا پېښور او له هغه ځایه نړۍوالو بازارونو ته ځي.»

نوموړي هم د دې ډبرې د غیرمعیاري استخراج په اړه اندېښمنه څرګنده کړه، ویې ویل: «د یادې ډبرې د استخراج په برخه کې د چاودېدونکو توکو فشار، د سپينل ډبرو کوچنۍ یا ټوټه کېدو لامل شوی چې د ډبرې د دانو پر ارزښت یې د پام وړ منفي اغېز کړی دی.»

هغه زياتوي، که دغه کم پیدا ډبره د حکومت له خوا په قانوني ډول په قرارداد ورکړل شي او په استخراج کې يې له عصري وسايلو استفاده وشي، نو په ملي او نړۍوالو بازارونو کې به يې ارزښت څو برابره لوړ شي.

په بدخشان کې د معدني ډبرو کارپوه سیداکبر اغا وايي، د کانونو د قانون له مخې، کله چې د یوې سیمې د قیمتي، نیمه‌قیمتي ډبرو او فلزاتو یو کان په قرارداد ورکول کېږي، د هغه ۱۰ سلنه ګټه د سیمې هغو اوسېدونکو ته ورکول کېږي د کان کیندنې له امله پر چاپیریال ساتنه منفي اغیزې تجربه کوي او یاده سلنه په عام‌المنفعه پروژو لکه کلینیکونو، سړکونو، ښوونځیو، اوبو او نورو برخو کې لګول کېږي.

هغه له قرارداد پرته او په غیرمعیاري توګه استخراج د ملي پانګې ضايع کېدل بولي او زیاتوي، د دغه ډول کان کیندنو ګټه به د تېر په څېر د ځانګړو کسانو جيبونو ته ځي او په بيه کې به يې منفي اغېزې هم رامنځته کېږي.

يادو ټولو سرچينو د دغه کان د غيرتخنيکي کيندنو مخنيوي غوښتنه وکړه.

د بدخشان ولايت د کانونو رييس مولوي عبدالقادر نظامي پژواک ته وويل، دا مهال په بدخشان کې د قيمتي او نيمه‌قيمتي ډبرو د استخراج بهیر د اسلامي امارت له خوار درول شوی دی.

هغه زیاته کړه: «موږ په بدخشان کې د کانونو د استخراج بېرته پیلېدو په موخه مرکز ته وړاندیز کړی چې د کانونو او پټرولیم وزارت له منظورۍ وروسته یې په تخنیکي معینیت کې په قانوني ډول د نورو مرحلو د طی کولو کار روان دی او تر اوسه یې موږ ته ځواب نه دی راسېدلی.»

هغه زياته کړه: «دا چې د بدخشان جغرافيايي موقعيت غرنی او هلته تګ راتګ سخت دی او په دغه ولايت کې بېکاري زياته ده، ښايي په ځينو سيمو کې په پټه د کانونو غيرقانوني استخراج جریان ولري، خو د کانونو رياست اشخاصو او ډلو ته زموږ د وړاندیز د ځواب تر روښانه کولو د کانونو د استخراج اجازه چا ته نه ورکوي.»

هغه هم په یاد ولايت کې په غیرمعیاري توګه د کانونو استخراج د قيمتي ډبرو د بيو راټيټېدو لامل بولي او وايي، په پام کې لري چې تر داوطلبۍ وروسته د دغه ولايت کانونه په قرارداد ورکړل شي او په تخنیکي ډول استخراج شي څو ملي ګټې په پام کې ونیول شي.

هغه زیاتوي، په دغه ولایت کې ۴۲ ډوله قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرې شته چي د دوی د موندنو له مخې، «اسپېنل» ډبره د دغه ولایت په زیباک او کران او منجان ولسوالیو کې موجوده ده، خو استخراج یې منعه اعلان شوی دی.

Hits: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.