بامیان (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۱): ۴۵ کلن عبدالواحد چې د تېرو جګړو له امله یې یوه پښه او یوه سترګه له لاسه ورکړې، هیله لري چې په ټول هېواد کې سوله راشي.
هغه چې خپل تېر عمر په جنګ او د سولې نشتون کې تېر کړی، اوس هیله لري چې نور مېندې د خپلو اولادونو د قربانیو شاهدانې و نه اوسي او د ټولنې ماشومان د پلرونو له مینې بې برخې نه شي.
د هغه په خبره، د جنګ او تاوتریخوالي لمبې ټول سوځوي او د خلکو ټول شته له منځه وړي.
دغه معلول کس د بامیان د مرکز اړوند «زرګرانو» سیمې فعلي اوسېدونکی دی چې له خپل سپین ږیري او سپین سرې مور سره د وخوره مه مره ژوند تېروي؛ دی اوسمهال په یوه کرایي کور کې چې د میاشتې زر افغانۍ ورکوي، ژوند کوي.
عبدالواحد د ژوند د سختیو، رنځونو، ستونزو او ترخې تجربې کیسه داسې بیانوي.
شاوخوا ۲۳ کاله مخکې هغه مهال چې د ځوانۍ هیلې یې تاندې وې او مور او پلار یې هیلهمن وو چې د واده جشن ورته جوړ کړي، د خپل یوازېني زوی خوښي تجربه کړي، خو په هېواد کې دوامدارو جګړو او ناامنیو، دغه هیلې یې له خاورو سره خاورې او د تل لپاره مړې کړې.
نوموړي زیاته کړه: «یوه ورځ مې له پلار سره پر کرکېلې بوخت وم چې ډېر بد او زړه بوږنونکی غږ مې واورېد، غوږونه مې ډپ شول او رڼا ورځ راباندې توره شپه شوه؛ څو ساعته وروسته چې کله په هوش راغلم ومې لید چې د روغتون پر بستر پروت یم او روغتیاپالان مې پانسمان کوي، خو پلار او مور مې راته په ډېر عجیب لیدلو خپله ژړا راڅخه پټوي، ناڅاپه متوجه شوم چې پښه مې نشته او ښۍ سترګه مې هم نابینا شوې ده.»
نوموړي زیاته کړه، هغه یوه ترخه شېبه وه چې په ټول ژوند کې یې نه وه تجربه کړې، همداراز د ډار او ناهیلۍ احساس يې پر وجود خپور و، سره له دې چې زغمل یې ورته ستونزمن و، خو کله چې په هوش راغی نو ویې لیدل چې نور یو معلول دی او له پښې او سترګې پرته به ژوند کوي.
هغه د ژوند د ژوند له لسګونو کړاوونو او ستونزو سره اوس بامیان بازار کې لاسپلورونکی دی او له همدې لارې یوه مړۍ ډوډۍ پيدا کوي.
هغه د معلولیت حقوق چې د میاشتې ۵ زره افغانۍ کېږي، د شهیدانو او معلولینو چارو له ریاست څخه تر لاسه کوی.
عبدالواحد زیاتوي، هیله یې لرله چې یوه ورځ واده وکړي او د پلار کېدل تجربه کړي، خو تراوسه چې ۴۵ کلنۍ ته رسېدلی، د بېوزلۍ او معلولیت له امله نه دی توانېدلی چې ځان ته یوه کورنۍ جوړه کړي.
نوموړي وویل، هیلهمن دی چې یوه ورځ خپلو هیلو ته ورسېږي او یوه کورنۍ ولري.
د یادونې ده، په هېواد کې د تېرو اوږدو جنګونو له امله، میلیونونه وګړي معلول شوي چې نن د ټولنې د اوږو بار دي.
Visits: 42
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن