ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له طبي زده‌کړو نوې فارغانې: حکومت دې موږ ته د دندو زمينه برابره کړي

له طبي زده‌کړو نوې فارغانې: حکومت دې موږ ته د دندو زمينه برابره کړي

author avatar
15 Dec 2022 - 14:37
له طبي زده‌کړو نوې فارغانې: حکومت دې موږ ته د دندو زمينه برابره کړي
author avatar
15 Dec 2022 - 14:37

خوست ښار (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۱): په خوست کې له نيمه طبي لوړو زده‌کړو څخه يو شمېر تازه فارغانې له حکومته غواړي چې دوی ته په روغتیايي برخو کې د دندو زمینه برابره کړي.

دوی وايي، په ډېرو سختو شرايطو کې یې زده‌کړې کړې دي او د خدمت کولو لپاره دې حکومت ورته زمينه برابره کړي.

کلثوم (مستعار نوم) يوه له دغو کسانو څخه ده چې نن (د لېندۍ ۲۴مه) د النور په نوم د نيمه طبي لوړو زده‌کړو له يوه خصوصي انسټيټیوټ څخه د قابله‌ګۍ له څانګې فارغه شوه.

نوموړې پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه مسلک يې په پوره ليوالتيا سره لوستی او که د کار زمينه ورته برابره شي، غواړي له دې لارې خلکو ته خدمت وکړي.

دې وويل: «زما هيله او ارزو دا ده چې حکومت ټولو فارغو مېرمنو ته په کلينيکونو کې دندې ورکړي؛ ځکه دوی په ډېرو سختو حالاتو کې چې له شپږم پورته د نجونو ښوونځي هم بند دي، درسونه ويلي او زحمت يې ايستلى دى.»

بسمينه يوه بله محصله ده چې د نيمه طبي لوړو زده‌کړو له ياد انسټيټیوټ څخه يې نن د فراغت سند ترلاسه کړ.

هغې پژواک خبري اژآنس ته وويل، هماغه راز چې په ټولنه کې لوستو نارینه‌وو ته اړتيا لیدل کېږي، همدا ډول ښځو ته هم اړتيا ده چې د تعليم او کار حق ورکړل شي.

هغې زياته کړه: «ښځو ته هم بايد حق ورکړل شي او دندې ورکړل شي. خلک بايد ښځې تشويقې کړي او درسونو ته يې توجه وکړي. د تعليم همداسې مرکزونه بايد جوړ شي او همدا ډول مخکې لاړې شي.»

د ښځينه محصلينو ترڅنګ نارينه فارغ شوي محصلين هم له حکومته د کاري زمينې برابرولو غوښتنه کوي.

د عبدالله عابد په نوم له فارميسي څانګې يو فارغ شوي محصل په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل: «محصلين زيات فارغېږي او دولت بايد دې ته جدي پاملرنه وکړي چې دوی ته کاري سهولتونه برابر کړي او هره څانګه کې موږ محصلين لرو، دوی لپاره بايد په خصوصي او دولتي شفاخانو کې کارونه برابر کړي.»

په ورته مهال، د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر فضل کريم مندوزی وايي چې د طب د بېلابېلو څانګو تازه فارغو شوو ښځينه محصلينو ته به د مرکز او ولسواليو په مختلفو روغتيايي مرکزونو کې کاري زمينه برابره شي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د کافي ښځينه ډاکټرانو نشتون له امله يو شمېر ناروغان د درملنې لپاره پاکستان ته ځي.

دی وايي: «اوس موږ په خوست کې ۴۴ کم و زيات اېم‌اېچ‌ډي ګرځنده روغتيايي ټيمونه لرو او هره ولسوالۍ کې غواړو چې زيات کلينيکونه نوي ايجاد کړو؛ لکه د مثال په ډول، د خلبيسات اوسنۍ کلينيک چې CHC  دی هغې د ولسوالۍ سطحې ته ارتقا کړې ده. د تڼيو کلينيک هم همدا ډول. ۱۳ نوي کلينيکونه موږ ايجاد کړي دي، نو دا چې نوي کلينيکونه ايجادېږي نو دا ډول خلکو ته ډېره اړتيا ده، نو د کار کولو  زمينه ورته مساعدېږي.»

نوموړي د طب په برخه کې له ټولو دولتي او نادولتي لوړو او نيمه لوړو زده‌کړو  مرکزونو له مسوولينو څخه غوښتنه وکړه چې محصلينو ته د ټولنې اړتيا ته په کتو عملي او نظري زده‌کړې ورکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.