Language

د چمن – سپین بولدک نښته؛ پاکستان په اسلام‌اباد کې د افغانستان شارژدافیر احضار کړی

اټلانټا (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت شارژدافیر له ډیورنډ کرښې سره د وروستۍ نښتې په غبرګون کې احضار کړی دی.

د افغانستان دفاع وزارت دوې ورځې مخکې ویلي وو چې پاکستاني ځواکونو د چمن - سپین بولدک پر صفري نقطې یو ځل بیا ډزې کړې او ملکي وګړو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

بلخوا د پاکستان پوځ بیا ادعا کړې، ډزې لومړی له افغان لوري شوې وې چې دوی یې سخت ځواب ورکړی دی.

دوی ویلي، د افغان لوري په ډزو کې یو کس وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان دي.

login or register a new account.