ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا په برمل کې زلزله‌ځپلو ته ۷۵۰ کورونه جوړ شول

د پکتیکا په برمل کې زلزله‌ځپلو ته ۷۵۰ کورونه جوړ شول

author avatar
18 Dec 2022 - 16:37
د پکتیکا په برمل کې زلزله‌ځپلو ته ۷۵۰ کورونه جوړ شول
author avatar
18 Dec 2022 - 16:37

ښرنه (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ/ UNHCR له لوري د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې زلزله‌ځپلو ته ۷۵۰ کورونه جوړ شول.

دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو خبر ورکړی چې څو میاشتې مخکې یې د پکتیکا په برمل او ګیان او د خوست په سپېرې ولسوالیو کې د زلزله‌ځپلو لپاره د ۸ زره ۶۰۵ کورونو جوړولو چارې پیل کړې وې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د ۷۵۰ کورونو جوړولو چارې بشپړې او زیانمنو شوو کورنیو ته سپارل شوي، خو د دغه ولایت په ګیان او د خوست په سپېرې ولسواليو کې لا هم د کورونو جوړولو چارې روانې دي.

یاد نړۍوال سازمان دا هم وايي چې د قزاقستان له لوري له زلزله‌ځپلو سره د دوه زره کېټونو مرسته هم شوې چې د دوی تر چتر لاندې پر مستحقو خلک وېشل شوي دي.

په دغو کیټونو کې د ژمي لپاره د ګرمو جامو ترڅنګ د کورونو د اړتیا وړ ډېر توکي  شامل دي.

له طبعي پېښو سره د چمتووالي وزارت مرستیال او له زلزله‌ځپلو سره د مرستو کمېسیون مشر مولوي شرف‌الدین هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پکتیکا په برمل ولسوالي کې زلزله‌ځپلو کورنیو ته د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي او تخنیکې ملاتړ ۷۵۰ کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

هغه زیاته کړه، دا په زلزله‌ځپلو سیمو کې د ملګرو ملتونو ادارې د بېلابېلو څانګو له خوا د زرګونو کورونو د جوړېدو د لړۍ یوه برخه ده.

دی وايي: «په زلزله‌ځپلو سیمو کې د ۸ زره ۶۰۵ کورونو جوړولو له جملې په برمل ولسوالۍ کې د ۷۵۰ کورونو جوړولو چارې سل سلنه بشپړې شوې او د خلکو په واک کې ورکړل شول، په ګیان او سپېره کې د ځینو کورونو جوړولو چارې ۶۰ سلنه او د ځینو ۷۰- ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي.»

دغه‌راز ده یادونه وکړه چې د دې ترڅنګ په یادو سیمو کې د ۵۵ څاه‌ګانو، ۶۳ د اوبو رسولو شبکو، ۱۰ شنو خونو، ۱ مسجد، ۳ مدرسو او ښووځیو، ۷۸۹ تشنابونو او ۲۵ کیلومتره سړک جوړولو چارې هم روانې دي چې د ۸.۵ کیلومتره سړک جوړولو کار بشپړ شوی او پاتې نور کارونه د یخې هوا له امله ځنډېدلي دي.»

د پکتیکا د برمل ولسوالۍ زلزله‌ځپلي له دوی سره پر شوو مرستو خوښ دي او وايي د دغو کورونو له جوړېدو سره به یې ژوند د پخوا په پرتله یو څه ښه شي.

د برمل ولسوالۍ ډنګرلیګډ اوسېدونکی داوود پژواک خبري اژانس ته وویل: «له کومې ورځې چې مو کورونه له لاسه ورکړي وو، له ګڼو ستونزو سره مخ وو خو اوس د کډوالو چارو د نړۍوالې ادارې له لوري په پاخه او اساسي ډول کورونه راته جوړ شوي او زموږ په واک کې راکړل شوي دي.»

د دې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی جانداد وايي: «کورونه مو برق هم لري، ټولو کورونو ته شمسیانې او بیټرۍ ورکړل شوې، دېوالونه یې په ډبرو او سیمنټو جوړ شوي دي.»

خو دوی یادې سیمې (ډنګرلیګډ) ته د سړک جوړولو غوښتنه هم لري او وايي چې د ښوونځیو ترڅنګ دې د روغتیا برخې ته هم ځانګړې پاملرنه وشي.

شپږ میاشتې وړاندې د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه د پکتیکا په برمل، ګیان او زیړوک ولسوالۍ او د خوست سپېره ولسوالۍ زورورې زلزلې ولړزولې چې په دغو سیمو کې یې ۴۴۲ کسان مړه، شاوخوا ۴ زره کسان یې ټپیان کړل او دغه راز یې شاوخوا ۱۲ زره کورونه ونړول.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.