کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د خیبر پښتونخوا ایالت په لکي مروت سيمه کې د وسلهوالو په بريد کې د څلورو پاکستاني پولیسو د وژل کېدو او د څلور نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د بيبيسي د راپور په حواله، د يادې سيمې پولیسو ویلي: «وسلهوالو ترهګرو تېره شپه د پولیسو پر یوې پوستې د لاسي بمونو او راکټو برید کړی، له برید وروسته د پولیسو او ترهګرو ترمنځ سخته جګړه نښتې او پر یو بل یې ډزې پیل کړې دي.»
سرچينه زياتوي، په وژل شوو پولیسو کې د پوستې مشر او څو نور کسان شامل دي.
د پاکستان ایالتي حکومت د خیبر پښتونخوا پولیسو په خپل ټويټرپاڼه کې لیکلي: «د وژل شویو پولیسو جنازه د پولیسو په یوه مرکز کې شوې او د درناوي سلامي هم ورته وړاندې شوې ده.»
د دغې پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو ډېر کله پاکستاني طالبان د دغه ډول بریدونو مسوولیت پر غاړه اخلي.
په دې وروستیو کې په پاکستان کې پر امنيتي کسانو بريدونه ډېر شوي دي
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP