ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ځمکو د غصب مخنيوي کمېسيون: ننګرهار کې ۴۸۵ زره جريب ځمکه غصب شوې ده

د ځمکو د غصب مخنيوي کمېسيون: ننګرهار کې ۴۸۵ زره جريب ځمکه غصب شوې ده

author avatar
24 Dec 2022 - 14:58
د ځمکو د غصب مخنيوي کمېسيون: ننګرهار کې ۴۸۵ زره جريب ځمکه غصب شوې ده
author avatar
24 Dec 2022 - 14:58

جلال‌اباد (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۱): د ننګرهار د کرنې رياست وايي، د دغه ولايت په مرکز جلال‌اباد ښار او ولسواليو کې ۴۸۵ زره جريب دولتي ځمکه غصب شوې چې اوس يې د تثبيت او بېرته راګرځولو لړۍ پيل کړې ده.

په همدې تړاو د حکومت له لوري د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو له غصبه د ګرځولو تخنيکي کمېسيون د دغه ولايت د کرنې رييس تر مشرۍ لاندې فعاليت پيل کړى دى.

دغه کمېسيون په يو تازه اقدام کې د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ اړوند په بېلې سيمه کې ۱۰۰۰ جریب داسې ځمکه تثبيت کړې چې ۱۰۰ جریب يې له دولته په اجاره اخیستې او نوره يې ورسره غصب کړې ده.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس مولوي عبدالستار محمد وایي، د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او مختلفو ولسواليو کې ۴۸۵ زره جريب دولتي ځمکه غصب شوې ده.

هغه زياته کړه، د غصب شوو ځمکو د تبثيت او بېرته راګرځولو کمېسيون مياشت وړاندې په همدې تړاو کار پیل کړی چې تر اوسه يې شاوخوا ۱۵۰۰ جريب ځمکه تثبيت کړې او لسګونه جريب يې له غاصبينو راګرځولې ده.

هغه زياته کړه، د ځمکو د تثبيت او بېرته راګرځولو لړۍ پيل شوې او ټولې هغه ځمکې چې غصب شوې دي، له معلومېدو وروسته به د ګډ کمېسيون له لوري راوګرځول شي.

دی وایي: «له نېکه مرغه تر دې دمه موږ لسګونه جریب غصب شوې ځمکه د غاصیبونو له منګولو خلاصه کړې او ټولو امارتي ادارو ته مو لارښوونه کړې چې هيچا ته پرته له اسنادو دولتي ځمکو کې د ودانیو جوړولو او په یو او بل نوم په یادو ځمکو کې د کار کولو اجازه ورنه کړي.»

د کرنې او مالدارۍ رييس وایي، د مومندرې ولسوالۍ اړوند د باسول بیلو په ټاپوګانو سيمه کې تقریباً ۱۰۰۰ جریب دولتي ځمکه تثبیت شوه چې له دې جملې ۱۰۰ جریب ځمکه د حکومت د اصولو مطابق په اجاره ورکول شوه او پاتې نوره ترې راوګرځول شوه.

د ننګرهار ولايت اوسېدونکي د حکومت د دغه اقدام ستاینه کوي.

د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار اوسېدونکی اسدالله برکتي پژواک ته وويل، په تېرو شلو کلونو کې د دولتي قراردادونو په نوم زرګونه جريب ځمکه غصب شوې چې بايد بېرته راوګرځول شي.

هغه زياته کړه: «قرارداد به د سل جريب ځمکې کېده، ورسره به يې ۵۰۰ غصب کړې وه او بل قراردادونه به هم د ډېر وخت لپاره وو، دا هم د دې سبب شوی و چې خلکو په ځمکو باندې ودانۍ جوړې کړې او غصب شوې.»

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی نیک محمد وايي، د دې ولسوالۍ ګڼې دولتي ځمکې غصب شوې او يا هم په اوږدمهاله قراردادونو ورکړل شوې، حکومت يې بېرته بايد قراردادونه لغوه او ځمکې يې راوګرځوي.

ننګرهار کې د دولتي ځمکو د غصب موضوع يوه له مهمو موضوعاتو وه چې د تېر حکومت د ولسمشر محمداشرف غني له لوري يې امنيتي ځواکونو او حتی د قول اردو قوماندان ته د غاصبينو وېشتلو امر کړی و خو کوم اقدام نه و ترسره شوی.

Visits: 199

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.