Language

ازبکستان له افغانستان سره ۱۷۰ ټنه خوراکي او غیرخوارکي توکي مرسته وکړه

کابل (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې افغانستان ته یې له اړمنو سره د مرستې لپاره ۱۷۰ ټنه توکي استولي دي.

دغه وزارت تېره ورځ (جمعه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې د ازبکستان حکومت افغانستان ته ۱۷۰ ټنه بشري مرسته چې اوړه، غنم، وریجې، غوړي، کنسرو، جامې او بوټان په کې شامل دي، استولې ده.

د یادې خبرپاڼې له مخې، دغه مرستې د ځمکې له لارې د بلخ ولايت حيرتان بندر ته ولېږدول شوې او د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ارګاشف له خوا د افغان حکومت چارواکو ته وسپارل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم ازبکستان، افغانستان ته بشري مرستې استولې وې.

login or register a new account.