کابل (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې افغانستان ته یې له اړمنو سره د مرستې لپاره ۱۷۰ ټنه توکي استولي دي.
دغه وزارت تېره ورځ (جمعه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې د ازبکستان حکومت افغانستان ته ۱۷۰ ټنه بشري مرسته چې اوړه، غنم، وریجې، غوړي، کنسرو، جامې او بوټان په کې شامل دي، استولې ده.
د یادې خبرپاڼې له مخې، دغه مرستې د ځمکې له لارې د بلخ ولايت حيرتان بندر ته ولېږدول شوې او د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمتالله ارګاشف له خوا د افغان حکومت چارواکو ته وسپارل شوې.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم ازبکستان، افغانستان ته بشري مرستې استولې وې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









