کابل (پژواک، ۴ مرغومې ۱۴۰۱): د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په ایران کې د افغان کډوالو ستونزو د حل په موخه به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه تخنیکي کمېټه جوړه شي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د کډوالو چارو مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په کابل کې د ايران له مرستيال سفير غلام رضا نجاري سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي دي.
سرچينې لیکلي، په دې ليدنه کې دواړو لورو په تهران کې د افغان مهاجرينو وضعيت په اړه د څلوراړخيزې ناستې د پايلو، هغوی ته د لا زياتو اسانتياوو برابرولو او د راتلونکي اقداماتو په اړه خبرې وکړې.
د خبرپاڼې له مخې، مولوي راشد په ایران کې د افغان کډوالو کوربهتوب له امله مننه کړې، ویلي یې دي چې اسلامي امارت له ایرانه هیله کوي چې په بېلابېلو برخو کې د افغان کډوالو ستونزو حل ته لا زياته پاملره وکړي.
ده ویلي، په پام کې ده چې په همدې موخه دوه اړخيزه تخنيکي کمېټه جوړه شي او د مهاجرينو ستونزو ته د لومړيتوب ورکولو په موخه کار وشي، څو په راتلونکي کې يې د حل لپاره اقدام ترسره شي.
د خبرپاڼې له مخې، په کابل کې د ايران مرستيال سفير غلام رضا نجاري د يادې کمېټې جوړېدل ګټور بللي او ډاډ یې ورکړی چې هېواد به يې افغان کډوالو ته د ښو شرايطو برابرولو ته جدي پاملرنه وکړي.
د روان کال د لېندۍ په ۱۹مه د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت پلاوي په ایران کې څلوراړخیزه غونډه کې ګډون کړی و او ویلي یې وو چې په دې غونډه کې به په پاکستان او ایران کې د کډوالو ستونزو او په داوطلبانه ډول هېواد ته د هغوی د بېرته راستنېدو په اړه بحث او هوکړه وشي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۷ میلیون افغانان په بېلابېلو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند کوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، له دې ډلې شاوخوا درې میلیون په ایران، شاوخوا درې میلیون په پاکستان او پاتې نور په نورو هېوادونو کې مېشت دي.
Views: 55
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن