مهترلام (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۱): د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې یو شمېر ښوونکي وايي، دوی ته په تېر نظام کې د یوې یوې نمرې ځمکې اسناد ورکړل شوي، خو لا ځمکې یې ورته سپارل شوې نه دي.
د یادې ولسوالۍ د ښوونکو ټولنې غړي او د قصبې د هلکانو لېسې ښوونکي مولوي میانور مصلح پژواک اژانس ته وویل، دوی ته د تېر نظام پرمهال په الینګار کې د یوې يوې نمرې ځمکې تعرفې ورکړل شوې خو ځمکې يې سپارل شوې نه دي.
هغه وویل: «د تېر نظام په وخت کې د الینګار ولسوالۍ شاوخوا ۵۰۰ معلمانو ته د همدې ولسوالۍ په شخطرې سیمه کې د یوې یوې نمرې ځمکې تعرفې ورکړل شوې، خو ځمکې يې لا نه دي ورسپارل شوې.»
نوموړي زیاته کړه، په تېر نظام کې ښوونکو ته د هرې نمرې حدود هم معلوم شوي، خو په وینا يې چې د ناامنۍ له امله هغه وخت ځکمې نه دي سپارل شوې.
هغه وویل: «له حکومته غواړو چې د الینګار د ښوونکو لپاره د ځانګړي شوي ښارګوټي ځمکې دې موږ ته رامعلومې شي او را وسپاري.»
د یادې ولسوالۍ د ټکې کلا د نجونو لېسې ښوونکي عنایتالله هم وویل: «د الینګار ولسوالۍ سلګونه ښوونکي په تېر نظام کې د ورکړل شوې ځمکې تعرفې لري او اوس له حکومت څخه غواړو چې موږ ته خپلې ځمکې وسپاري.»
هغه وویل، دغه ستونزه يې د الینګار له پوهنې امریت او ولسوال سره شریکه کړې خو ستونزې ته يې رسېدنه نه ده شوې.
د الینګار ولسوال قاري زاهدالله فاتح پژواک خبري آژانس په دې اړه وویل: «په ټولو ښوونکو یې زړه سوځي، له ولایتي ادارې مو غوښتي او بیا به هم ترې وغواړو چې ښوونکو ته دې د هغوی نمرې ورکړي.»
د لغمان ولایت د پوهنې رییس مولوي شاهجهان ساجد هم وويل: «موږ دغه ستونزه د لغمان له ولایتي ادارې سره شریکه کړې او ټولو هغو ښوونکو ته ډاډ ورکوم چې په تېر نظام کې يې د ځمکو تعرفې اخیستې، د دوی ځمکې به ډېر ژر ور کړل شي.»
Views: 28
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP