ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان په الینګار کې ځیني ښوونکي: حکومت دې راته ځانګړې شوې نمرې وسپاري

د لغمان په الینګار کې ځیني ښوونکي: حکومت دې راته ځانګړې شوې نمرې وسپاري

author avatar
26 Dec 2022 - 16:52
د لغمان په الینګار کې ځیني ښوونکي: حکومت دې راته ځانګړې شوې نمرې وسپاري
author avatar
26 Dec 2022 - 16:52

مهترلام (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۱): د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې یو شمېر ښوونکي وايي، دوی ته په تېر نظام کې د یوې یوې نمرې ځمکې اسناد ورکړل شوي، خو لا ځمکې یې ورته سپارل شوې نه دي.

د یادې ولسوالۍ د ښوونکو ټولنې غړي او د قصبې د هلکانو لېسې ښوونکي مولوي میانور مصلح پژواک اژانس ته وویل، دوی ته د تېر نظام پرمهال په الینګار کې د یوې يوې نمرې ځمکې تعرفې ورکړل شوې خو ځمکې يې سپارل شوې نه دي.

هغه وویل: «د تېر نظام په وخت کې د الینګار ولسوالۍ شاوخوا ۵۰۰ معلمانو ته د همدې ولسوالۍ په شخطرې سیمه کې د یوې یوې نمرې ځمکې تعرفې ورکړل شوې، خو ځمکې يې لا نه دي ورسپارل شوې.»

نوموړي زیاته کړه، په تېر نظام کې ښوونکو ته د هرې نمرې حدود هم معلوم شوي، خو په وینا يې چې د ناامنۍ له امله هغه وخت ځکمې نه دي سپارل شوې.

هغه وویل: «له حکومته غواړو چې د الینګار د ښوونکو لپاره د ځانګړي شوي ښارګوټي ځمکې دې موږ ته رامعلومې شي او را وسپاري.»

د یادې ولسوالۍ د  ټکې کلا د نجونو لېسې ښوونکي عنایت‌الله هم وویل: «د الینګار ولسوالۍ سلګونه ښوونکي په تېر نظام کې د ورکړل شوې ځمکې تعرفې لري او اوس له حکومت څخه غواړو چې موږ ته خپلې ځمکې وسپاري.»

هغه وویل، دغه ستونزه يې د الینګار له پوهنې امریت او ولسوال سره شریکه کړې خو ستونزې ته يې رسېدنه نه ده شوې.

د الینګار ولسوال قاري زاهد‌الله فاتح پژواک خبري آژانس په دې اړه وویل: «په ټولو ښوونکو یې زړه سوځي، له ولایتي ادارې مو غوښتي او بیا به هم ترې وغواړو چې ښوونکو ته دې د هغوی نمرې ورکړي.»

د لغمان ولایت د پوهنې رییس مولوي شاه‌جهان ساجد هم وويل: «موږ دغه ستونزه د لغمان له ولایتي ادارې سره شریکه کړې او ټولو هغو ښوونکو ته ډاډ ورکوم چې په تېر نظام کې يې د ځمکو تعرفې اخیستې، د دوی ځمکې به ډېر ژر ور کړل شي.»

Visits: 28

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.