ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د اسټرالیايي نسل چرګو فارمونه مخ په ډېرېدو دي

کندهار کې د اسټرالیايي نسل چرګو فارمونه مخ په ډېرېدو دي

author avatar
27 Dec 2022 - 16:24
کندهار کې د اسټرالیايي نسل چرګو فارمونه مخ په ډېرېدو دي
author avatar
27 Dec 2022 - 16:24

کندهار (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۱): په دې وروستیو کې کندهار ته د «Australorp» چرګو راوړلو ته د سوداګر او پانګه‌والو پام اوښتی او فارمونه یې ډېر شوي دي.

استرالورپ (Australorp) د چرګو اسټرالیايي نسل دی چې په لومړي ځل افغانستان ته راوړل شوی او د هګیو د تولید په برخه کې یې ښې پایلې ورکړې دي.

د کندهار ښار اوسېدونکی ملا علاوالدین یو له هغو کسانو دی چې په کندهار کې یې په دې برخه کې پانګونه کړې ده.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، یو کال مخکې یې د لومړي ځل لپاره کندهار ته د استرالورپ چرګو بچي راوړل او دلته یې وروزل چې ښه نتیجه یې ورکړه.

دی وايي، تر دې مهاله یې د کندهار او ځینو نورو ولایتونو خلکو ته ۹ زره دغه چرګې ورکړې او فارمونه یې د زیاتېدو په حال کې دي.

هغه زیاته کړه: «موږ تقریباً نهه زره دغه چرګې اوس خلکو ته ورکړې دي او پلان لرو چې زرګونه نورې هم راوړو؛ ځکه دا ښه نسل دی، هګۍ یې غټې دي او بل درې کاله پرله‌پسې هګۍ ورکوي.»

محمد‌طاهر بل هغه پانګه‌وال دی چې دغه چرګې ساتي او نورو ولایتونو ته یې هم لېږي.

دی هم وايي چې په دې وروستیو کې د دغو چرګو غوښتنه ډېره شوې او فارمونه یې د ډېرېدو په حال کې دي.

هغه پژواک ته وویل، د یوې استرالورپ چرګې بیه له ۶۰۰ تر ۷۰۰ افغانیو ده چې د وطني چرګو په پرتله لوړه ده.

نوموړي زیاته کړه، که دغه چرګې په ښه ډول و روزل شي، دوامداره هګۍ کوي او نسل یې هم په اسانۍ سره زیاتېږي.

هغه وايي: «خلک اوس د وطني چرګو پرځای استرالورپ چرګې ډېرې خوښوي، ځکه هګۍ یې غټې دي او دوامداره هګۍ کوي، نو اکثره خلک دا چرګې په کورونو کې ساتي او هګۍ يې پلوري.»

د کندهار ښار یو اوسېدونکی محمدعمر چې شل استرالورپ چرګې یې اخیستې او په کور کې یې ساتي وايي، یوه میاشت کېږې چې دغه چرګې یې پېرلې او ځینې یې اوس هګۍ هم کوي.

د هغه په خبره، که ټولې چرګې پر هګیو راشي نو هره ورځ به د شلو هګیو د پلور له درکه ۲۶۰ افغانۍ ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه: «که دا چرګې ښه وروزل شي نو هره ورځ هګۍ کوي چې یوه هګۍ یې په ۱۲ یا ۱۳ افغانۍ خرڅېږي چې له دې درکه هره ورځ ۲۵۰ افغانۍ عاید تر لاسه کېدای شي.»

د نوموړي په خبره، هڅه کوي کرار کرار د چرګو شمېر ډېر کړي څو په دې توګه  ډېر عاید ولري.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مامورین هم وایي، دا بهرنۍ چرګې که له یوې خوا دوامداره هګۍ کوي، نو له بلې خوا د ناروغیو په مقابل کې هم تر نورو چرګو ښه مقاومت کولای شي.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ برخې د ترویج مدیر محمدالله نوري وایي، دوی سوداګر هڅولي چې کندهار ته له بهرنیو هېوادونو څخه وزې، چرګې او نور څاروي راوړي څو دلته یې نسل ډېر شي.

هغه وویل: «سوداګرو په دې وروستیو کې کندهار ته د بهرنیو وزو ترڅنګ چرګې او نور ډول ډول مرغان راوړي دي، څو دلته يې نسل زیات شي او خلک ګټه ترې واخلي. له وزو وروسته اوس استرالورپ چرګې راوړل شوې چې د هګیو د تولید په برخه کې ښه پایله ورکړې ده.»

د یادونې ده، سوداګرو او پانګه‌والو د بهرني نسل چرګو ترڅنګ د شتر مرغ بچي، هوسۍ، طاوسونه او نور ډول ډول مرغان او حیوانات کندهار ته راوړي څو دلته یې نسل ډېر شي.

Visits: 1424

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.