ژبه

فراه کې د ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه او ۱٦ نور ټپيان شوي

فراه (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۱): د فراه په بکواه ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او ۱٦ نور ټپيان شوي دي.

د فرا امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼې له مخې، نن ماښام د بکواه ولسوالۍ اړوند د کارېز اسد سیمه کې د کندهار - هرات پر لويه لار ۳۰۴ مسافر وړونکی موټر له یوه ټېلري موټر سره ټکر کړی دی.

سرچينه زياتوي: «د دې پېښې له امله دوه هېوادوال شهیدان او ۱۶ نور ژوبل شول."

په خبرپاڼه کې راغلي چې سیمه‌ییز ځواکونه د پېښې ځای ته پر وخت رسېدلي څو ژوبل کسان د درملني په موخه روغتون ته ولېږدوي.

[contact . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.