[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۱۹): د ملي دفاع وزارت د پاکستان کورنیو چارو د وزیر څرګندونو ته په ځواب کې ویلي چې افغانستان بي څښتنه نه دی او د هېواد په دفاع کي تر هر چا ښه تجربه لري.
د پاکستان کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله د دغه هېواد له ایکسپرېس نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې که هېواد یې د تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلو له خوا وګواښل شي نو اسلاماباد قانوني واک لري چې په افغانستان کې د هغوی پر ضد پوځي اقدام وکړي.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې که د افغانستان سرپرست حکومت هلته د پاکستاني طالبانو پټنځایونو پر ضد اقدام ونه کړي، ایا اسلاماباد به په افغانستان کې دننه د دې ډلې پر ضد اقدام وکړي؟ وویل چې د دې ډول ستونزې رامنځته کېدو په صورت کې “موږ لومړی د افغانستان له مسلمان او ورور ملته غواړو جې دغه پټنځایونه له منځه یوسي او کسان یې موږ ته راوسپاري” خو که دغه ډول اقدام ونه شي پاکستان به اقدام وکړي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت د پاکستان کورنیو چارو وزیر د یادو څرګندونو په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.
د دغه وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملي دفاع وزارت په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحريک شتون او پر هغوی په افغانستان کي دننه د احتمالي برید په اړه د پاکستان کورنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې پاروونکې او بې اساسه بولي.
سرچینې زیاته کړې، سره له دې چې د پاکستاني طالبانو د مرکزونو شواهد په ياد هېواد کې شتون لري، د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې د دواړو ګاونډیو او وروڼو هېوادونو ښې اړیکې زیانمنوي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «زموږ غوښتنه دا ده چې هر تشویش باید د تفاهم له لاري رفع شي.»
د ملي دفاع وزارت ویلي، «افغانستان بې څښتنه نه دی؛ موږ د تل په څېر د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ دفاع ته چمتو یو او د خپل ګران هېواد په دفاع کي تر هر چا ښه تجربه لرو.»
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني چارواکي په افغانستان کې دننه د بریدونو خبره کوي؛ له دې مخکې د پاکستان پوځ د افغانستان په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستاني طالبانو پر مرکزونه بریدونه کړي وو.
له دغو بریدونو یوه اونۍ وروسته د سرپرست حکومت دفاع وزیر محمدیعقوب مجاهد وویل چې د “ملي ګټو” په خاطر یې بریدونه زغملي دي. مجاهد خبرداری ورکړ چې د دې ډول بریدونو پر وړاندې به چوپه خوله پاتې نه شي.
د یادونې ده، څو میاشتې مخکې په کابل کې د افغانستان سرپرست حکومت په کوربهتوب د پاکستاني طالبانو او د دغه هېواد د چارواکو ترمنځ د مذاکراتو په پایله کې اوربند شوی و، خو پاکستاني طالبانو اوس اوربند مات کړی او د پاکستان پر امنیتي ځواکونو یې بریدونه پیل کړي دي.
[/restrict]
Views: 1671
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن