ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا د زرمت خلک روغتیايي خدماتو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

د پکتیا د زرمت خلک روغتیايي خدماتو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

author avatar
2 Jan 2023 - 13:31
د پکتیا د زرمت خلک روغتیايي خدماتو ته له نه لاسرسي شکایت کوي
author avatar
2 Jan 2023 - 13:31

ګردېز (پژواک، ١٢ مرغومى ١٤٠١): د پکتيا د زرمت یو شمېر خلک شکايت کوي چې د دې ولسوالۍ د نفوس په نسبت روغتيايي مرکزونه او ډاکټران کم دي او نه شي کولاى پر وخت او مناسب خدمات وړاندې کړي.

بل لور ته مسوولين هم په دې برخه کې د زرمت ولسوالۍ د اوسېدونکي ځينې ستونزې مني او پر حل يې ټينګار کوي.

د زرمت يوه قومي مشر حاجي سدوزي پژواک ته وويل: «زرمت ولسوالي ډېره پراخه ساحه لري؛ خلک يې له يو بل سره په لرو فاصلو کې ژوند کوي، زموږ اساسي غوښتنه دا ده چې په دې ولسوالۍ کې د خلکو اړتيا ته په کتو نور روغتيايي مرکزونه هم ايجاد شي.»

نوموړی وايي، د دې ولسوالۍ د مرکز او سيمو ترمنځ غځېدلې لويې او وړې لارې خامې دي نو د لرو سيمو خلک نه شي کولاى خپل ناروغان پر وخت روغتيايي مرکزونو ته ورسوي.

د سدوزي په خبره، زرمت ولسوالۍ په تېرو شلو کلونو کې جګړو سخته ځپلې او د نورو سيمو په پرتله له هر ډول خدماتو محرومه پاتې ده.

د زرمت د کلالګو سيمې یوه اوسېدونکي نعمت‌الله واحدي پژواک خبري اژانس ته وويل: «په زرمت ولسوالۍ کې شاوخوا شپږ روغتيايي مرکزونه موجود دي، خو په دې کې يو شمېر هغه چې په لرو سیمو کې دي، نه امبولانس لري او نه هم په کافي اندازه دارو درمل، نو خلک يې مجبور دي چې د کوچنيو ناروغيو لپاره تر ولسوالۍ يا ولايت پورې ولاړ شي.»

نوموړی وايي چې په دې ولسوالي روغتيايي مرکزونه تر ډېره يوازې د واکسين برخه کې خدمات وړاندې کوي نور ټول درمل خلک له بازاره په پيسو ترلاسه کوي.

واحدي زياتوي، اړوند ارګانونه بايد په روغتيايي مرکزونو کې د روغتيا کارکوونکو تشکيل ډېر او ترڅنګ يې درمل او نور تجهيزات هم ورکړل شي څو په سمه توګه د ناروغانو درملنه وشي.

د دې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مشرانو يې غوښتنه وکړه چې د روغتيا برخې ستونزې يې ورحل کړي.

له بلې خوا، د پکتيا ولایت چارواکي هم مني چې په ياده ولسوالي کې نفوس ته کتو روغتيايي خدمات نه وړاندې کېږي.

د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکتر صدرالدين عزام پژواک ته وويل: «په زرمت ولسوالۍ کې شپږ روغتيايي مرکزونه فعال دي چې د سيمې نفوس او پراخوالي ته په کتو په يو شمېر سيمو کې (سپينې ساحې) شته چې لا هم د روغتيايي خدماتو تر چتر لاندې نه دي راغلې.»

نوموړی وايي، د يو شمېر همکارو موسسو په مرسته يې د زرمت په لرو پرتو سيمو کې د مور او ماشوم روغتيا ساتنې په موخه ګرځنده روغتيايي خدمات پيل کړي دي.

د عزام په خبره، په دې وروستيو کې يې له يو شمېر مرستندويه ادارو سره يادې ولسوالۍ ته د روغتيايي خدماتو برابرولو لپاره خبرې کړې دي او هيله مندي شته چې مثبته پايله ولري.

د هغه په خبره، څه موده مخکې هم د يوې همکارې ادارې له لوري د دری سوه زره ډالرو په ارزښت روغتيايي توکي د زرمت روغتيايي مرکزونو ته ورکړل شول چې له دې سره به د دغو مرکزونه ستونزه تر يوه بريده راکمه شي.

زرمت د مرکز ګردېز لوېديځ لور ته ته پرته ولسوالي ده چې ډېری ناروغان يې د مرکز ګردېز ترڅنګ د پکتيکا او غزني ولايتونو روغتونونو ته هم مراجعه کوي.

Views: 384

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.