ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ۲۱ ميليون افغانيو په لګښت د نجونو دوو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې

ننګرهار کې د ۲۱ ميليون افغانيو په لګښت د نجونو دوو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې

author avatar
3 Jan 2023 - 13:35
ننګرهار کې د ۲۱ ميليون افغانيو په لګښت د نجونو دوو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې
author avatar
3 Jan 2023 - 13:35

جلال‌اباد (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۱): د ننګرهار د پوهنې ریاست وايي، د دغه ولايت په اچين او کوټ ولسواليو کې د نجونو دوو ښوونځو ته نوې ودانۍ جوړې شوې چې پخوا به زده‌کوونکو یې تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کولې.

د چارواکو په وينا، دا دوې ودانۍ افغانستان لپاره د سويډن کمېټې د شاوخوا ۲۱ ميليون افغانيو په لګښت جوړې شوې دي.

د ننګرهار د پوهنې رياست وياند فرهاد احمد ستانکزي نن (د مرغومي ۱۳مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، د اچین ولسوالۍ د «تریلي» د نجونو ښوونځي ودانۍ د ۱۰ میلیون او ۲۲۰ زره افغانیو او د کوټ ولسوالۍ د «حیدرخېلو» د نجونو ښوونځي ودانۍ د ۱۰ میلیون او ۹۲۰ زره افغانیو په لګښت جوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه، دواړه ودانۍ د شپږو میاشتو په موده کې د سويډن کمېټې په مالي لګښت جوړې شوې دي.

نوموړی وايي، په اچین ولسوالۍ کې جوړه شوې د ښوونځي ودانۍ ۸ تدريسي او ۴ اداري خونې، ۸ تشنابونه او ۸۰ متره د احاطې دېوال او دغه‌راز په کوټ ولسوالۍ کې جوړه شوې ودانۍ ۸ خونې، ۱۰ تشنابونه او ۴۰۰ متره د احاطې دېوال لري.

د هغه په خبره، یادې ودانۍ د اړتیا وړ ټولې اسانتیاوې لري چې په جوړېدو سره یې زده‌کوونکو ته د زده‌کړو غوره چاپېریال برابر شوی دی.

د ننګرهار اوسېدونکي که څه هم د یادو ښوونځيو د ودانيو پر جوړېدو خوښ دي خو غوښتنه کوي چې بايد د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانیستل شي.

د یاد ولایت مرکز جلال‌اباد ښار یوه اوسېدونکي محمدالله پژواک اژانس ته وویل، دا د حکومت مسوولیت دی چې د نجونو زده‌کړو لپاره میکانیزم جوړ کړي نه دا چې په یوه او بله پلمه یې پر مخ ښوونځي وتړي.

واک ته د «اسلامي امارت» له رسېدو سره، په هېواد کې لومړی له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې وځنډول شوې او په دې وروستیو کې یې بیا نه یوازې په پوهنتونونو کې د نجونو زده‌کړې تر «دویم امر» پورې وځنډولې، بلکې په دولتي او نادولتي ادارو کې یې له کاره هم منع کړې.

د دغې پرېکړې پر وړاندې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه ښودل شوي دي.

Visits: 100

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.