پارون (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICEF له لوري د نورستان په مرکز او ولسوالیو کې ماشومانو ته د زدهکړې ۳۰۰ سیمهییز ټولګي جوړېږي.
د یاد ولایت د پوهنې رییس مولولي تاجمحمد مطمین پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه درې سوه سیمهییز ټولګي به د نورستان په مرکز پارون او شپږو ولسوالیو وانټوایګل، کامدېش، دو اب، واما، منډول او برګمټال کې د راتلونکي ۱۴۰۲ لمریز کال په وري میاشت کې پيل شي.
هغه وايي، د دغو سیمهییزو ټولګیو په پیلېدو سره به د یادو ولسوالیو د هغو سیمو شاوخوا ۱۰ زره هلکانو او نجونو ته د زدهکړې زمینه برابره شي چې مخکې له زدهکړو بېبرخې وو.
د نوموړي په خبره، په دغو سیمهییزو ټولګیو کې د نارینه او ښځینه ښوونکو د ګومارلو پروسه پیل شوې چې تر راتلونکو څو اوونیو به بشپړه شي.
مطمین وویل، دا لومړی ځل دی چې په نورستان ولایت کې د یونیسف ادارې له لوري ماشومانو ته په کلیو او بانډو کې سیمهییز ټولګي جوړېږي.
دی وايي، یادې ادارې ورسره ژمنه کړې چې د اړتیا په صورت کې به د دغو ټولګیو شمېر ۵۰۰ ته ورسوي.
د نورستان اوسېدونکي خوښ دي چې په کلیو او بانډو کې د سیمهییزو ټولګیو په جوړېدو سره له یوې خوا ماشومانو ته یې د زدهکړې زمینه برابرېږي او له بلې خوا یې لوستي ځوانان پر کار ګومارل کېږي.
د یاد ولایت د ځوانانو د متحدې شورا رییس حاجي عنایتالرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل، نورستان پیچلې جغرافیه لري، که په نورو سیمو کې یو ماشوم په اووه کلنۍ کې ښوونځي ته ځي نو دلته ورته تر لس کلنۍ پورې ښوونځي ته د تلو زمینه نه وي برابره؛ ځکه ښوونځي لرې او لارې سختې دي، نو چې ماشوم ښه لوی نه شي مور او پلار یې د په لارو کې د غورځېدو له وېرې ښوونځي ته نه پرېږدي.
هغه زیاتوي، د یونیسف د دغه پروګرام له مخې به د دوی کوچنیانو ته په خپلو کلیو کې د زدهکړې زمینه برابره شي.
د نورستان ولایت اووه ولسوالۍ لري چې ډېر خلک یې په کلیو او بانډو کې په متفرقه توګه اوسېږي چې ښوونځي یې په لرو واټنونو کې دي او ان ځیني زدهکوونکي ښوونځیو ته د تګ لپاره ساعتونه مزل کوي.
په دغه ولایت کې ټولټال ۲۱۴ ښوونځي شته چې ۴۰ زره هلکان او نجونې پکې زدهکړې کوي او د شاوخوا ۱۳۰۰ نارینه او ښځینه ښوونکو له خوا ورته تدریس کېږي.
Views: 54
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن