Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د «اتلولۍ جام» په نوم د والیبال سیالۍ پیل شوې

کابل (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۳): کابل کې نن د نهو لوبډلو ترمنځ د اتلولۍ جام په نوم د والیبال سیالۍ پیل شوې چې شپږ ورځې به دوام وکړي.

د والیبال فدراسیون تخنیکي مرستیال محمدفهیم صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سیالۍ یې د والیبال لیګ سیالیو لپاره د لوبغاړو د غوراوي په موخه جوړې کړې دي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان د والیبال غوره‌ لیګ سیالۍ به هم په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

ورته مهال، د دغو سیالیو ګډونوال نجم‌الدین ناصري وویل، داسې لوبې ترسره کول د دوی لپاره مهمې دي؛ ځکه په دې سره یې تجربه ډېره او راتلونکو لوبو ته چمتو کېږي.

نوموړي دغه راز وویل، سیالیو ته یې بشپړ چمتووالی نیولی او هیله لري چې د والیبال غوره ‌لیګ سیالیو ته به لار پیدا کړي.

دوی له والیبال فدراسیونه غوښتنه وکړه چې دغه ‌ډول سیالۍ دې ډېرې کړي، څو په هېواد کې د والیبال لوبه پرمختګ وکړي او په دې برخه کې نوي ځوانان وروزل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.