ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې ۲،۵ کیلومتر اوږد کانال د شل میلیون افغانیو په لګښت جوړ شو

6 Jan 2023 - 12:10
6 Jan 2023 - 12:10

مزارشریف (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۱): د بلخ ولایت په دولت‌اباد ولسوالۍ کې ۲،۵ کیلومتر اوږد کانال – چې۸۰۰۰ هکټار ځمکه خړوبولی شي – د شل میلیون افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په بلخ کې د سويډن کمېټې د دفتر مسوول نجیب‌الله یزدان‌پناه د یادو څرګندونو ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه کانال د دولت‌آباد ولسوالۍ له شیخ حسن نومي عمومي کانال څخه سرچینه اخلي او په قرشیګک کلي کې پای ته رسېږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد کانال افغانستان لپاره د سویډن کمېټې له خوا د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې (UNDP )  په مالي ملاتړ په څلورو میاشتو کې جوړ شوی او تېره ورځ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

یزدان‌پناه وایي چې دغه کانال د یادې ولسوالۍ ۸۰۰۰ هکټار ځمکه خړوبولی شي او په تېرو څلورو میاشتو کې ۱۶۰ کسانو دغه کانال کې کار کاوه.

Views: 514

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version