کابل (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۱): په مکسیکو کې د نشهيي توکو یوه مشهور قاچاقبر «اېل چاپو» د زوی له نیول کېدو وروسته په تاوتریخوالو کې د دغه هېواد ۷ امنیتي ځواکونه وژل شوي او د ۸ ملکیانو په ګډون ۲۹ نور ټپیان شوي دي.
رویټرز راپور ورکړی چې د اېل چاپو (El Chapo) زوی وویدیو ګزمان (Ovidio Guzman) تېره ورځ نیول شوی او تر ټولو ډېر تاوتریخوالی د مکسیکو په کولیاکان ښار کې رامنځته شوی دی.
د یاد ایالت والي روبین روچا ویلي چې په دغو تاوتریخوالو کې د یوه ډګروال په ګډون د امنیتي ځواکونو اوه غړي وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي. د هغه په وینا، اته ملکیان هم ټپیان شوي دي.
روچا ویلي چې له امنیتي ځواکونو سره ۱۲ نښتې شوې، ۲۵ غلاوې شوې، ۲۵۰ موټرونه سوځول شوي او د سړکونو د بندولو لپاره کارول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP