ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د دوو کورنیو ترمنځ له ۲۰ کلنې دښمنۍ وروسته روغه وشوه

کونړ کې د دوو کورنیو ترمنځ له ۲۰ کلنې دښمنۍ وروسته روغه وشوه

author avatar
10 Jan 2023 - 15:05
کونړ کې د دوو کورنیو ترمنځ له ۲۰ کلنې دښمنۍ وروسته روغه وشوه
author avatar
10 Jan 2023 - 15:05

اسعداباد (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۱): د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې نن د قومي جرګې په منځګړيتوب د دوو کورنیو ترمنځ له ۲۰ کلنې دښمنۍ وروسته روغه جوړه وشوه.

دغه دښمني ۲۰ کاله پخوا د دانګام ولسوالۍ په سینډ دره کې د مسعود او عجب خان د کورنیو ترمنځ  لفظي شخړې له امله پېښه شوې وه او په دغه موده کې د دواړو غاړو څلور کسان پکې وژل شوي دي.

د قومي جرګې یوه غړي عزیزالرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل: «د یادو کورنیو ترمنځ څه باندې ۲۰ کاله مخکې د قرض پر سر لفظي شخړې په نتیجه کې دښمني پېښه شوې وه او د دواړو لورو څلور کسان پکې وژل شوي دي.»

هغه زیاته کړه، د قومي مشرانو د هڅو په يایله کې نن یادو کورنیو یو بل ته بښنه وکړه او ژمنه يې وکړه چې نور به د ورورۍ په فضا کې ژوند کوي.

نوموړي وویل: «د جرګې د پرېکړې پر اساس که هرې کورنۍ په راتلونکي کې سرغړونه وکړه، نو قوم به ورسره په ټولو چارو کې پرېکون اعلانوي.»

د کونړ مرستیال والي عبدالله حقاني هم د یادو کورنیو ترمنځ د منځګړې قومي جرګې غړی دی.

هغه پژواک ته وویل: «په ټولنه کې د ولسي مشرانو دنده ده چې په خپلو سیمو کې د خبرو له لارې د خلکو ترمنځ تربګنۍ او دښمنۍ حل او فصل او پر ورورۍ بدلې کړي .»

نوموړي له یادو کورنیو مننه وکړه چې د قومي مشرانو خبره يې ومنله او له یو بل سره يې روغه وکړه.

هغه زیاته کړه: «د خدای رحم دی چې د عجب خان او مسعود د کورنیو ترمنځ د اوږدې مودې دښمني پر روغې جوړې بدله شوه، خدای دې دواړو ته ثواب ورکړي چې یو بل ته یې بښنه وکړه او د سولې په فضا کې د ژوند تېرولو هوډ یې وکړ.»

حقاني وایي، په ټول هېواد کې د امنیت ډاډمن چاپېریال رامنځته شوی او ولایتي اداره له قومي مشرانو سره یو ځای هڅه کوي چې په کونړ کې د خلکو ترمنځ شته شخړې او دښمنۍ ختمې او د ګډ ژوند تېرولو ښه فضا رامنځته کړي.

په ورته مهال، د یادو دواړو کورنیو غړي هم د جرګې له پرېکړې خوښي څرګندوي چې له مخې یې د کلونو کلونو دښمني پای ته ورسېده.

د یادو کورنیو یو غړی عجب خان وايي: «د قومي مشرانو له پرېکړې هرکلی کوم، ځکه د دښمنۍ په دوام کې د هیچا خیر نشته او تر اوسه زما د کورنۍ دوه غړي په دې دښمنۍ کې وژل شوي، ژوند مو ډېر تريخ و.»

ده زیاته کړه، اوس خوښ دی چې له مقابل لوري سره يې روغه وکړه او له دې وروسته به د وروڼو په څېر ژوند کوي.

همداراز د مسعود په نامه د بلې کورنۍ غړي وویل، په شل کلنه دښمنۍ کې يې د کورنۍ دوه غړي وژل شوي او پر شوې روغې جوړې خوښ دی.

نوموړي زیاته کړه: «دښمني بدمرغي زېږوي او په روغه کې نیکمرغي او د ټولو په ګټه ده، زه له شوې روغې ډېر خوشحاله یم»

هغه له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې له دښمنۍ ځان وساتي او له یو بل سره د ورورۍ په فضا کې ژوند وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال د غبرګولي په ۹مه هم د کونړ ولایت مرکز اسعداباد کې د دوو کورنیو ترمنځ له ۳۰ کلنې دښمنۍ وروسته روغه جوړه وشوه.

Visits: 320

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.