ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې یو شمېر ښځې د ښاري بسونو بېرته فعالېدو غوښتنه کوي

کابل ښار کې یو شمېر ښځې د ښاري بسونو بېرته فعالېدو غوښتنه کوي

author avatar
15 Jan 2023 - 14:20
کابل ښار کې یو شمېر ښځې د ښاري بسونو بېرته فعالېدو غوښتنه کوي
author avatar
15 Jan 2023 - 14:20

کابل (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۱): په کابل ښار کې یو شمېر ښځې وايي، له څو کلونو راهیسې د غیرمنظم ښاري ترانسپورټي سیسټم له امله له ستونزو سره مخ دي، دوی له سرپرست حکومته د دغې ستونزې د هواري غوښتنه کوي؛ بلخوا مسوولین وايي، د یوه منظم ښاري تراسپورټي سیسټم پر رامنځته کولو کار روان دی.

پژواک خبري اژانس په دې اړه د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو له يو شمېر ښځو سره مرکې کړې، هغوی وايي چې ​​په تېرو دوو لسيزو کې ښاري ترانسپورټ ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې او ډېرى ښځې له امله یې له ستونزه سره مخ دي.

د دغو ښځو په خبره، په ښار کې بايد ښاري بسونه فعال شوي واى، خو پر دې سربېره چې فعال نه شول، يو شمېر شته بسونه د بې‌غورۍ له امله خراب شوي او له فعاليته لوېدلي دي.

د يادونې ده، دا مهال په کابل ښار کې د ښاري او لیني ټکسي‌ګانو ترڅنګ چې په ډېرو ناحیو کې فعاليت کوي، په ځينو سيمو کې د کابل ښاروالۍ بسونه او په ځینو کې مارسډیس، تونس او کاشتر د خصوصي سکټور په چوکاټ کې فعالیت کوي.

د یوې غیردولتي موسسې کارکوونکې زرمينه پر مخکني حکومت نيوکه کوي او وايي، په تېرو شلو کلونو کې د ښاري ترانسپورټ پر سيستم هېڅ کار نه دى شوى، په داسې حال کې چې له اویایمې   لسيزې مخکې په کابل ښار کې منظم ښاري ترانسپورټ شتون درلود.

هغې زیاته کړه: «زما په یاد دي چې له مور سره به مې هر ځای ته تللو، په هره سیمه کې به ښاري سرویسونه ‎او برېښنایي موټر موجود وو؛ ټکسي موټر ډېر کم وو، خو اوس دولتي سرویسونه خراب شوي او ټول ښار ټکسيانو په سر اخیستی دی.»

هغې په داسې حال کې چې ویل یې د منظم ښاري ترانسپورټ سیسټم نشتوالی تر ډېره ښځې او نجونې اغېزمنوي ‎زیاته یې کړه: «که په ښاري ټکسيانو کې لاړ شو، وايي‎ یو کس یې ځای درته نشته، که په مخکیني سېټ کې کېنو، ‎ باید د دوو کسانو کرایه ورکړو، که دوه ښځې یو باید په وروستني سېټ کې کېنو او د درېیو کسانو کرایه ورکړو او په ښاري بسونو کې زیاتره څوکۍ د نارینه‌وو لپاره ځانګړې  شوې دي.»

نوموړې وايي، په دې وروستيو کې امنيتي مسوولينو د ښاري بسونو چلوونکو ته لارښوونه کړې چې د خالي څوکۍ نه درلودو په صورت کې باید ښځو ته د سپرېدو اجازه ورنه کړي چې دا کار د ستاينې وړ دى، خو که سپارښتنه ورته وشي چې د ښاري بسونو لومړني درې سېټونه باید د ښځو لپاره ځانکړي شي نو ډېر به ښه وي.

زرمينه چې د کابل ښار د قلعه‌ زمان‌خان سيمې اوسېدونکې ده وايي، په دې سیمه کې له ښاري ټکسيانو پرته نور موټر نشته.

هغه وايي، د یادې سيمې ډېرى اوسېدونکي مجبور دي چې د ښاري بسونو ځای ته د ورتلو لپاره اوږده لاره ووهي.

نوموړې له سرپرست حکومته غواړي چې د ښاریانو دې ستونزې ته پاملرنه او د ښاري بسونو فعالولو او د منظم ښاري ترانسپورټي سیسټم رامنځته کولو په برخه کې جدي اقدام وکړي.

د کابل د کوټه‌سنګي اوسېدونکې مدينه چې خپله ناروغه لور یې د «اتاترک ماشومانو روغتون» ته بیوله وايي، که څه هم په کابل کې هره ورځ تګ راتګ نه کوي، ځکه چې د کور مېرمن ده،‎‎ خو کله چې له کوره وځي، له سلو ستونزو سره له یوې بلې سیمې ته ځي.

هغې زیاته کړه: «یو وخت چې زه ماشومه وم، له مور سره مې له یوې سیمې بلې ته تلم، ښاري بسونه وو، کورنۍ جګړې وشوې ‎او ‎ پاکستان ته لاړو، کله چې بېرته راغلو، هر څه او ټول سیسټمونه ویجاړ شوي وو.»‎

هغې وویل چې د منظم ښاري تراسپورټي سیسټم نشتوالي له امله ډېرې ښځې او نجونې زیانمنېږي او زیاته یې کړه: «‎زما او زه فکر کوم د ډېری ښځو غوښتنه همدا ده چې یو منظم ښاري ترانسپورټي سيسټم جوړ شي او ‎ ښاري بسونه فعال شي.»

په ورته وخت کې، د يوې نادولتي موسسې کارکوونکې فرشته احمدي چې هره ورځ د «پنجصد فامیلي» له لارې شهرنو ته تګ راتګ کوي، هم ورته شکايت لري او له دولته غواړي چې د ښاري ترانسپورټ په برخه کې جدي اقدام وکړي.

هغه په داسې حال کې چې وايي، د خیرخانې پر لاره ډېری موټر ټکسي دي، مرسیډیس، کاسټر او ټونس کم دي، زیاتوي: «زموږ په مسیر کې ښځې کمې دي، کله چې په لیني ټکسي کې راځو باید د دوو کسانو کرایه ورکړو چې د ټکسي چلوونکو دغه کار ظلم دی.»

خو په کابل ښار کې یو لیني ټکسي‌چلوونکی عزت‌الله وايي، د یوې اته کسیزې کورنۍ سرپرستي ور له غاړې ده؛ هغه زیاتوي: «په اوسنیو شرایطو کې چې د تېلو بیه لوړه شوې او ښځینه سپرلۍ هم کمې دي، مجبور یو چې په مخکني سیټ کې له ښځو د دوو کسانو کرایه واخلو، ځکه له دې پرته په دغه کار کې هیڅ ګټه نه شو کولای.»

نوموړی هم وايي، که منظم ښاري ترانسپورټي سيستم وي، هيڅوک به شکايت ونه کړي؛ که ښاري بسونه فعال شي، د ډېری ښاریانو ستونزه ورسره حل کېږي.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وياند امام‌الدین احمدي د ښځو د شکايتونو په اړه وويل: «موږ د ښاري تنظيم کمېټه لرو چې د کابل ښاروالي، د ترافيکو رياست او د ترانسپورټ وزارت پکې غړيتوب لري، موږ ټول په ګډه کار کوو، په دې کمېټه کې پر ټولو ستونزو خبرې شوې او که کومه ستونزه وي، ان‌شاالله حل کېږي.»

هغه په داسې حال کې چې ویل، په مخکني سیټ کې باید دوه ښځې کښې نه ني، ځکه چې د ځورېدو لامل یې ګرځي، زیاته کړه: «دا چې په مخکني سیټ کې د یوه کس پر ځای د دوو کسانو کرایه اخیستل کېږي، د اصولو خلاف کار دی؛ د ترافیکو ریاست او دغه وزارت به په دې برخه کې کار وکړي او چېرته چې شکایت وي نو اقدام به وکړو.»

په ورته وخت کې په کابل ښار کې د ملي بس رییس سعد عمري وايي، د ملي بس مسافر وړونکی شرکت یو عام‌المنفعه خدماتي شرکت دی او تل یې هڅه کړې چې کابل ښاریانو ته لا ښه خدمات وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه: «اوسمهال د دغه شرکت وسایط دوه دروازې لري چې مخکینۍ دروازه یې د نارینه‌وو لپاره او وروستنۍ دروازه یې یوازې د ښځینه‌وو لپاره ده، د مسافرو په پام کې نیولو سره، دوی ته څوکۍ ورکول کېږي، د شرکت مشرتابه موټرچلوونکو ته هدایت ورکړی چې ښځې باید په ښاري بسونو کې ولاړې پاتې نه شي، که داسې موارد رامنځته شي د اړوندې ادارې د تفتش له خوا به په دې اړه وپوښتل شي.»

د هغه په ​​وينا، که په سټېشن کې ښځينه مسافرې کمې وي، موټرچلوونکي به د عوایدو کسر مخنیوي لپاره شته څوکۍ نارینه‌وو ته ورکړي او که په تمځای کې ښځینه ډېرې وي، نو پر ټاکلو څوکیو سربېره به د نارینه‌وو څوکۍ هم دوی ته ورکوي.

نوموړی وايي، دغه شرکت تصمیم لري چي په راتلونکي کال (۱۴۰۲)  کې هغه وسایط چې د ترمیم وړ دي ترمیم کړي، خپل پخواني لینونه فعال کړي او لینونو ته ډېر وسایط واستوي څو ښاریان په ښار کې د موټرو کمښت له ستونزو خلاص شي.

خو عمري په دې اړه چې په راتلونکي کال کې به څومره ملي بسونه په کابل ښار کې فعال کړي، جزیات ورنکړل.

Visits: 61

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.