کابل (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۱): د امربالمعرف او نهی عنالمنکر وزارت وایي، یوه پلار غوښتل د پور په بدل کې خپله ماشومه لور وپلوري، خو د پور پیسې یې ورکړل شوې او زیاتوي چې په راتلونکي کې به د دا ډول پېښو دواړه لوري محاکمه کېږي.
د امربالمعروف او شکایتونو ته د رسېدنې کمېسیون ویاند محمد صادق عاکف په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي: «د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې کومه ماشومه چې د قرض په بدل کې پلورل کېدله، پلار یې، ماشوم او د چا چې پرې قرض وو کابل ته راوغوښتل شول او د امر بالمعروف نهی عنالمنکر وزارت سرپرست وزیر له لوري یې قرض ورکول شو.»
نوموړی وایي، که په راتلونکي کې دا ډول پېښه وشي نو دواړه لوري به محاکمه کېږي.
یاد وزارت په خپله ټوېټرپاڼه کې یوه وېډیو هم خپره کړې چې په کې ویل کېږي، یاده نهه کلنه نجلۍ د ۲۲۰ زره کلدارو پور په بدل کې پر مقابل لوري پلورل کېده.
Views: 1290
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP