ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عاکف: د هغې کورنۍ د پور پیسې ورکړل شوې چې د قرض په بدل کې یې ماشومه لور پلورله

عاکف: د هغې کورنۍ د پور پیسې ورکړل شوې چې د قرض په بدل کې یې ماشومه لور پلورله

author avatar
15 Jan 2023 - 13:25
عاکف: د هغې کورنۍ د پور پیسې ورکړل شوې چې د قرض په بدل کې یې ماشومه لور پلورله
author avatar
15 Jan 2023 - 13:25

کابل (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۱): د امربالمعرف او نهی عن‌المنکر وزارت وایي، یوه پلار غوښتل د پور په بدل کې خپله ماشومه لور وپلوري، خو د پور پیسې یې ورکړل شوې او زیاتوي چې په راتلونکي کې به د دا ډول پېښو دواړه لوري محاکمه کېږي.

 د امربالمعروف او شکایتونو ته د رسېدنې کمېسیون ویاند محمد صادق عاکف په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي: «‏د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې کومه ماشومه چې د قرض په بدل کې پلورل کېدله، پلار یې، ماشوم او د چا چې پرې قرض وو کابل ته راوغوښتل شول او د امر بالمعروف نهی عن‌المنکر وزارت سرپرست وزیر له لوري یې قرض ورکول شو.»

‏نوموړی وایي، که په راتلونکي کې دا ډول پېښه وشي نو دواړه لوري به محاکمه کېږي.

یاد وزارت په خپله ټوېټرپاڼه کې یوه وېډیو هم خپره کړې چې په کې ویل کېږي، یاده نهه کلنه نجلۍ د ۲۲۰ زره کلدارو  پور په بدل کې پر مقابل لوري پلورل کېده.

 

Visits: 1290

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.