جلالاباد (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۱): د ننګرهار سينديزې حوزې ریاست وايي، د دغه ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د خوړو په بدل کې کار پروګرام له لارې د بيارغونې ۴۴ پروژې بشپړې شوې دي.
چارواکي وايي، په دغو پروژو کې د کانالونو پاکول، د فرعي سړکونو بيارغونه او نورې چارې شاملې دي.
د ننګرهار سينديزې حوزې رييس سید فضلاحد هاشمي وايي، د دغه ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې يې د خوړو په بدل کې کار پروګرام له لارې ۴۴ د بيارغونې وړې پروژې بشپړې کړې دي.
هغه زياته کړه، په دغو پروژو کې د ۱۰۴ کيلومټر کانالونو پاکولو ترڅنګ، د سړکونو او ويالو بيارغول هم شامل دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن