Language

د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د بیارغونې لسګونه پروژې بشپړې شوې

جلال‌اباد (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۱): د ننګرهار سينديزې حوزې ریاست وايي، د دغه ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د خوړو په بدل کې کار پروګرام له لارې د بيارغونې ۴۴ پروژې بشپړې شوې دي.

چارواکي وايي، په دغو پروژو کې د کانالونو پاکول، د فرعي سړکونو بيارغونه او نورې چارې شاملې دي.

د ننګرهار سينديزې حوزې رييس سید فضل‌احد هاشمي وايي، د دغه ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې يې د خوړو په بدل کې کار پروګرام له لارې ۴۴ د بيارغونې وړې پروژې بشپړې کړې دي.

هغه زياته کړه، په دغو پروژو کې د ۱۰۴ کيلومټر کانالونو پاکولو ترڅنګ، د سړکونو او ويالو بيارغول هم شامل دي.

login or register a new account.