ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ د چمتال ځيني خلک وايي، سیمو کې یې ښوونځي نشته، ماشومان یې له زده‌کړو محروم دي

د بلخ د چمتال ځيني خلک وايي، سیمو کې یې ښوونځي نشته، ماشومان یې له زده‌کړو محروم دي

author avatar
16 Jan 2023 - 11:57
د بلخ د چمتال ځيني خلک وايي، سیمو کې یې ښوونځي نشته، ماشومان یې له زده‌کړو محروم دي
author avatar
16 Jan 2023 - 11:57

مزارشریف (پژواک، ٢٦ مرغومی ۱۴۰۱): د بلخ د چمتال ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د ښوونځيو کمښت يا لرې‌والي له امله یې ماشومان له زده‌کړو محروم دي.

دوی ټينګار کوي چې حکومت بايد دغه ستونزه هواره کړي.

د چمتال ولسوالۍ د علیزيو کلي اوسېدونکي عبدالسلام پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی ته تر ټولو نږدې ښوونځی له دغه کلي څلور کیلومتره واټن لري نو کم‌عمره ماشومان نه شي کولای پر وخت ښوونځي ته ځان ورسوي.

نوموړی وایي، که څه هم د دغه کلي اوسېدونکو حکومت ته خپله شخصي ځمکه په اختیار کې ورکړې څو ښوونځی پرې جوړ کړي خو تر اوسه اقدام نه دی شوی.

د یادې ولسوالۍ د نوښار کلي اوسېدونکی حاجي محمدامین هم وایي چې په دې ولسوالۍ کې د ښوونځيو د کمښت له امله یو شمېر ماشومان له زده‌کړو پاتې دي.

هغه وایي: «زموږ له کلي ښوونځی یونیم ساعت لرې دی؛ واړه ماشومانو ته په ژمي او اوړي کې تګ راتګ سخت دی، نو ځکه یې ځیني ښوونځي ته نه ځي.»

د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکی ملا جاوېد وایي چې په سیمه کې یې نږدې لس کلي ښوونځی نه لري، نو ځکه د خپلو ماشومانو راتلونکي ته اندېښمن دی.

د هغه په خبره، تېرو حکومتونو دغې ولسوالۍ ته هیڅ ډول پاملرنه نه ده کړې، له سرپرست حکومته غواړي څو د دوی ستونزو ته جدي پام وکړي.

د چمتال ولسوالۍ د علیزیو کلي اوسېدونکي ١٢ کلن سمیع‌الله وایي: «زه او زما ډېر همځولي له زده‌کړو پاتې یو؛ ځکه نږدې ښوونځی نشته او لرې سیمې تللی نه شو.»

په ورته مهال، د چمتال ولسوالۍ سیمه‌ییز چارواکي هم دغه ستونزه مني او پر حل يې ټينګار کوي.

د چمتال ولسوال مولوي نورالله حُمام وایي چې په دې ولسوالي کې د ښوونځیو او مدرسو کمښت ستونزه له پخوا موجوده ده.

هغه له حکومتي مشرانو غوښتنه وکړه څو په دې ولسوالي کې ښوونځي او مدرسې جوړ کړي څو د خلکو ستونزې هوارې شي.

په دې اړه د بلخ د پوهنې رياست د نشراتو عمومي مدیر نقیب‌الله بلوچ وایي، په کومه سیمه کې چې ښوونځى نه وي، اوسېدونکي يې باید د پوهنې ریاست ته وړاندیز وکړي، خو ښایي د دغو سیمو اوسېدونکو تر اوسه وړاندیز نه وي کړی.

د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د ښوونځیو کمښت ستونزه په داسې حال کې مطرح کېږي چې له دې مخکې په دغه ولایت کې زده‌کوونکو د کتابونو او مسلکي استادانو له کمښته هم شکایتونه کړي وو.

Visits: 126

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.