ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست زلزله‌ځپلي: لا هم خېمو کې ژوند کوو، کورونه نه دي راته جوړ شوي

د خوست زلزله‌ځپلي: لا هم خېمو کې ژوند کوو، کورونه نه دي راته جوړ شوي

author avatar
17 Jan 2023 - 12:07
د خوست زلزله‌ځپلي: لا هم خېمو کې ژوند کوو، کورونه نه دي راته جوړ شوي
author avatar
17 Jan 2023 - 12:07

خوست ښار (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۱): د خوست يو شمېر زلزله‌ځپلې کورنۍ وايي، د څو مياشتو په تېرېدو سره لا هم کورونه نه لري او د ژمي سړې شپې او ورځې په خېمو کې تېروي.

د خوست دغه زلزله‌ځپلي چې د سپېرې ولسوالۍ اړوند افغان دوبۍ، پڅې مېلې، سرې ګنډې او ځينو نورو سيمو اوسېدونکي دي، وايي چې د سرپناه ترڅنګ د خوراک او پوښاک لپاره هم اړين توکي نه لري.

دوی زياتوي چې يو شمېر موسسو ورسره د کورونو جوړولو ژمنه کړې وه، خو د سړې هوا له امله يې د جوړولو چارې نیمګړې پاتې شوې دي.

د علي مرخان په نوم يو زلزله‌ځپلی وايي، ډېری زلزله‌ځپلي چې ماشومان، ښځې او سپين‌ږيري هم په کې شامل دي، د ژمي په دې سړه هوا کې په خېمو کې ژوند کوي.

هغه په خپلو خبرو کې پژواک اژانس ته وويل چې د سړې هوا له امله د ډېرو خلکو څاروي هم تلف شوي دي.

نوموړی زياتوي: «د نیمو کسانو کورونه اوس هم نه دي جوړ شوي، نن سبا یخني او واوره زیاته شوې ده، زموږ کورنۍ ټولې په بیدیا کې ژوند کوي، مالونه ټول له ساړو څخه مړه شول او موږ ته خوراکي مواد کم کم رسېږي او دومره نه دي راته رسېدلي چې ګوزاره مو پرې وشي.»

د جلال‌اباد په نوم د سپېرې ولسوالۍ د سرې ګنډې يوه بل زلزله‌ځپلي پژواک ته وويل چې د سرپناه نشتوالي او سړې هوا له امله زلزله‌ځپلي له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

هغه له مرستندويه بنسټونو په ځانګړي ډول له نړۍوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې په ياده برخه کې ورسره لازمه همکاري وکړي.

هغه وويل: «موږ سره کومکونه شوي خو ډېر خلک پاتې دي. زموږ غوښتنه دا ده چې کورونه دې راته جوړ شي، ځکه هوا ډېره سړه ده، په خېمو کې ګوزاره نه کېږي.»

نوموړي زياته کړه چې د سړې هوا له امله سپين‌ږيري او ماشومان پر سينه او بغل سربېره پر نورو ناروغيو هم اخته شوي دي.

بل پلو، حکومتي مسوولين هم د زلزله‌ځپلو کورنیو ستونزې مني.

د خوست د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست پېښو ته د رسېدو امر کلیم ګل عابد وايي، د هوا په سړېدو سره له بېلابېلو موسسو سره خبرې شوې څو د دغو کورنیو لومړنيو اړتياوو ته رسېدنه وکړي.

ده پژواک ته وويل: «دا چې هوا یخه ده، دا د یخ څپه نه تنها په سپېره ولسوالۍ کې ده، بلکې ټول ولایتونه له دې سړې هوا څخه دردېږي؛ د دې لپاره موږ له بېلابېلو موسسو سره اړیکه نیولې ده چې دا کورونه ورته ترمیم او جوړ شي او دوی خپل لومړني ضرورتونه ورڅخه پوره کړي.»

نوموړي وويل چې شاوخوا اتلسو بېلابېلو موسسو په سپېره ولسوالۍ کې د زلزله‌ځپلو لپاره د ۳۷۹۸ کورونو د ترميم او جوړولو ژمنه کړې ده.

کليم ګل عابد زياته کړه چې د يادو کورونو له ډلې ۵۵۴ یې جوړ او ترميم شوي او د پاتې نورو د جوړېدو چارې د سړې هوا له امله دا مهال په ټپه ولاړې دي؛ خو وايي هيله لري چې کارونه يې بېرته ژر پيل شي.

د يادونې ده، د روان کال په چنګاښ مياشت کې د خوست په سپېرې او د پکتيکا په ګيان او برمل ولسواليو کې زلزلې وشوې چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته او شاوخوا شپږ سوه کورونه ويجاړ شول.

Visits: 55

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.