ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغانو شمېر د ډېرېدو په حال کې دی

د عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغانو شمېر د ډېرېدو په حال کې دی

author avatar
24 Jan 2023 - 16:51
د عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغانو شمېر د ډېرېدو په حال کې دی
author avatar
24 Jan 2023 - 16:51

کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۱): د عامې روغتیا وزارت د سرطان درملنې یوه ملي مرکز جوړولو په اړه د خبر ورکولو ترڅنګ وایي، هر کال ۲۳ زره افغانان پر دې ناروغۍ اخته کېږي او ۱۶ زره يې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د سرطان په ناروغۍ کې د بدن ځیني سلولونه بې کنټروله وده کوي او امکان لري چې د بدن نورو برخو ته هم ورسېږي. سرطان تقریباً کولای شي د بدن له هر ځایه پیل شي؛ بدن کې سلولونه په طبیعي ډول د سلولونو د وېش په نوم د یوې پروسې له لارې وده کوي او زیاتېږي، څو نوي سلولونه د زړو او خرابو سلولونو ځای ونیسي خو کله چې دغه پروسه له کنټروله وځي، له اړتیا ډېر سلولونه په بدن کې جوړېږي.

د عامې روغتیا وزارت کې د سرطان د کنټرول او تخنیکي برخې مسوول ډاکټر صادق هاشمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د نړۍ د روغتیا سازمان سروې له مخې – چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ترسره شوې – هر کال ۲۳ زره افغانان پر دې ناروغۍ اخته کېږي او ۱۶ زره یې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هغه وویل، په ټول هېواد کې د سرطاني ناروغانو درملنې درې اختصاصي مرکزونه (کابل،هرات او بلخ) شته خو کافي نه دي.

د هغه په خبره، د کابل جمهوریت روغتون ۶۰، د هرات روغتون ۱۵ او د بلخ روغتون ۱۵ بسترونه لري.

هغه وویل، د عامې روغتیا وزارت پلان لري چې په نږدې راتلونکي کې د اټومي انرژۍ نړۍوال اژانس په همکارۍ د سرطان ناروغۍ د تشخیص، کنټرول او درملنې لپاره یو ملي مرکز جوړ کړي.

هغه زیاته کړه چې محیطي عوامل، بې کیفیته خوراکي توکي، جنیتیکي مسایل، د اوبو او هوا اغېزې او د هوا ککړوالی د سرطان ډېرېدو اصلي لاملونه دي.

په همدې حال کې، په هېواد کې د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وایي چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په سرطان اخته ۲۶ زره ناروغانو جمهوریت روغتون ته مراجعه کړي ده.

د هغه په خبره، په دغو مراجعینو کې ۲۵۰۰ نوي اخته شوي وو او پاتې نور د نورو کلونو وو.

نوموړی وايي، د هېواد د روغتونونو چې د سرطان برخه کې فعالیت لري، معلوماتو له مخې، د پخوا په پرتله په دې ناروغي کې ډېروالی راغلی دی.

د هغه په خبره، د سرطاني ناروغانو تر ټولو ډېر په ښځو کې د سینې او په نارینه وو کې د مرۍ سرطانونه دي چې د پیدا کېدو لوی لاملونه یې په هېواد کې اوږدمهاله جګړې، د کیمیاوي موادو او بېلابېلو وسلو استعمال دی.

هغه دا هم وویل، د عامې روغتیا وزارت پلان لري چې د سرطاني ناروغانو لپاره یو روغتیایي مرکز جوړ کړي څو دغه ناروغان وکولای شي د هېواد دننه خپله درملنه وکړي.

د وردګو ولایت اوسېدونکی ۶۰ کلن محمدجان چې د کابل په جمهوریت روغتون کې تر درملنه لاندې دی، وايي: «۱۶ کاله کېږي چې له مختلفو ناروغیو کړېږم، مخکې مې د شکر او زړه ناروغي درلوده، خو څلور میاشتې کېږي چې د معدې سرطان په ناروغۍ اخته شوی یم.»

هغه چې د روغتون له خدمتونو خوښ دی وايي، دویمه دوره یې ده چې دلته بستر شوی او په هره دوره کې چې روغتون ته مراجعه کوي، باید واکسین شي.

په ورته مهال، بله ښځه ۷۰ کلنه فاطمه چې د مرۍ له سرطانه ځورېږي وايي، له یوې میاشتې راهیسې په جمهوریت روغتون کې بستري ده.

هغې وویل، د درملنې لپاره څو شخصي روغتونونو ته ورغلې خو نتیجه یې نه ده ورکړې.

هغې زیاته کړه: «څه شی نه شم خوړلای، ډېره په تکلیف یم، د درملو پیسې هم نه لرم، د ناروغۍ درملنې لپاره مو ټولې ځمکې خرڅې کړې خو بېخي روغه نه شوم او ستونزې مې لا ډېرېږي.»

هغه هم د روغتون له خدمتونو خوښه ده او وايي، د دغه روغتون نور خدمتونه وړیا وو خو د درملو په برخه کې که روغتون کې نه وي، له بازاره یې پېري، خو په ډېره لوړه بیه چې په سختۍ سره پیسې ورته برابروي.

Visits: 51

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.