ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې احمدشاهي ودانۍ د نړېدو له ګواښ سره مخ دي

په کندهار کې احمدشاهي ودانۍ د نړېدو له ګواښ سره مخ دي

author avatar
26 Jan 2023 - 14:24
په کندهار کې احمدشاهي ودانۍ د نړېدو له ګواښ سره مخ دي
author avatar
26 Jan 2023 - 14:24

کندهار (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۱) د کندهار اوسېدونکي او فرهنګیان وایي، په دغه ولایت کې پخوانۍ احمدشاهي ودانۍ د نړېدو او د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي چې ساتنې ته یې باید جدي پام وشي.

د کندهار ښار لومړۍ ناحیه کې د اوسني افغانستان بنسټګر او امپراتور احمدشاه بابا د مهال ودانۍ چې د هغه کور، د اسونو طبیله او نور په کې شامل دي او درې سوه کاله تاریخي مخینه لري، دا مهال په بد وضعیت کې دي او ډېرې برخې یې تخریب شوې دي.

د یادو تاریخي ودانیو له ډلې د احمدشاهي عصر د اسونو طبیله چې پر شاهي طبیله مشهوره ده، تر نورو ډېره زیانمنه شوې ده.

د افغانستان تاریخ شنونکی سردارولي پښتونزوی وایي، د احمدشاهي ودانیو اوسنی وضعیت خواشینوونکی دی او باید د اوسنیو چارواکو ترڅنګ نړۍوال هم پام ورته وکړي.

هغه پژواک خبري ازانس ته وویل، د شاهي طبیلې پاتې نښې اوس هم پر خپل ځای پاتې دي او دغه ودانۍ د کندهار توپخانې بازار د ارګ د خولې په جنوبي برخه کې واقع ده او مخ پر جنوب غځېدلې ده.

هغه زیاتوي: «په دې کوڅه کې د احمدشاهي عصر اسانو طبیله وه چې اوس هم د شاهي طبیلې په نامه یادېږي؛ د شاهي طبیلې دغه بقایا د یو لوی سرای په شکل وه او شاوخوا یې کوټې درلودې چې اوس هم د کوټو ځينې برخې روغې پاتې دي.»

د هغه په وینا، که دغه او دې ته ورته د نورو تاریخي ودانیو ساتلو ته پام ونه شي، کېدای شي د وخت په تېرېدو یو مخ له منځه ولاړې شي.

د شاهي طبیلې له ودانۍ- چې اوس په کې یوازې یوه خونه روغه پاتې ده- د سیمې یو ګاونډی د غالیو اوبدلو کار اخلي.

له دې سره په څنګ کې د کندهار ښار د ارګ بازار د سدوزو په کوڅه کې د احمدشاه بابا د کور ځینې برخې هم د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

دغه کور چې ۳۰۰ کاله مخینه لري او مخکې په کې د هغه وارثان اوسېدل، په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د پخواني ولسمشر ډاکټر محمداشرف غني د حکم له مخې په ۱۰ میلیون ډالر استملاک شو.

هغه مهال د کندهار ولایتي ادارې، ښاروالۍ، د ښارجوړونې وزارت، مالیې وزارت او د احمدشاه بابا د کور مالکنو ترمنځ یو نهه ماده‌ییز تړون‌لیک لاسلیک شو چې له مخې یې د احمدشاه بابا د کور او حرام‌سرای په ګډون ۱۸ بابه کورونه- چې مساحت یې ۷ زره متره مربع کېږي- د دولت ملکیت وګرځېد.

پخواني ولسمشر هغه مهال ویلي وو چې د احمدشاه بابا کور د ارګ سلام‌خانې ماڼۍ ته ورته د یوه تاریخي موزیم په بڼه جوړوي چې په ملي او نړۍواله کچه د سیلانیانو لپاره ارزښتناک ځای دی او هغوی به وکولای شي له نږدې د احمدشاه بابا د کارنامو او تاریخ اړوند په ښه توګه معلومات ترلاسه کړي.

که څه هم هغه مهال د احمدشاه بابا کور د استملاک چارې ترسره شوې خو د رغولو چارې یې پیل نه شوې.

په کندهار کې یو فرهنګپال عزیزاحمد عزیز وایي، دا د دولت دنده ده چې د تاریخي ابداتو ساتنه وکړي او د له منځه تلو یې وژغوري.

د هغه په وینا، یو ملت پر تاریخي اثارو او ابداتو پېژندل کېږي چې څومره لرغونی تاریخ لري خو که تاریخي ابدات له منځه ځي د هغه ملت پېژندګلوي او تاریخ هم له منځه ورسره ځي.

ده زیاته کړه: «د کندهار تاریخ د افغانستان تاریخ دی، په کندهار کې لرغونې ودانۍ او سیمې زموږ د تاریخ نمایندګي کوي نو ساتل یې د نظام دنده ده او باید پوره پام ورته وشي.»

د احمد شاه بابا د کور یو ساتونکی محمد وارث وايي، دا مهال د دغه کور ځیني برخې ویجاړې شوې او دغه کور ته څېرمه دوکانونه او مارکېټونه جوړ شوي دي.

د هغه په وینا، اوس مهال دغه کور ته کم شمېر سیلانیان راځي خو که ویجاړې شوې برخې یې ونه رغول شي نو د ډېر ویجاړوېدو امکان یې شته.

ده وویل: «د احمدشاه بابا کور په درې منزله کې جوړ دی چې د زېرخانې او خونو ځینې برخې د باران اوبو تخریب کړې دي.»

د کندهار ښار بل اوسېدونکی عبدالواسع هم وايي، د احمدشاه بابا کارنامو ته په پام د هغه کور باید په اصلي بڼه ورغول شي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، پخواني ولسمشر د دغه کور جوړېدو او پر یوه ملي پارک او موزیم بدلېدو ژمنه کړې وه، خو دغه چارې پیل نه شوې.

هغه زیاته کړه، له بده مرغه د دغه کور ځینې برخې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي، که پاملرنه ورته ونه شي او ژر تر ژره یې د جوړېدو چارې پیل نه شي، نو د ټول کور د ویجاړېدو ګواښ شته.

د کندهار د اطلاعات او فرهنګ ریاست مسوولین بیا وایي، هڅه کوي چې په کندهار کې تاریخي ابدات د له منځه تلو له ګواښه وساتي او هغه چې د ترمیم وړ وي ترمیم یې کړي.

د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي نوراحمد سعید وایي، څه موده مخکې کندهار ته د اطلاعات او فرهنګ وزیر راغلی و چې دلته یې د احمدشاه بابا له کوره د لیدنې پر مهال ژمنه کړې وه چې دغه کور به رغوي.

هغه زیاته کړه: «د اطلاعات او فرهنګ له وزیر سره د احمدشاه بابا کور ته ولاړو، له هغه سره مو دا خبره شریکه کړه چې دا کور رغونې ته اړتیا لري، هغه ژمنه وکړه چې د تاریخي ابداتو ساتنې او رغونې په برخه کې به د احمدشاه بابا کور لومړیتوب ولري.»

مسوولین وایي، په کندهار کې تر ۳۰ زیات تاریخي ابدات ثبت دي چې ځيني یې زرګونه کلونه مخینه لري.

په دغه ولایت کې نارنج ماڼۍ، چهل زینې، منډيګک، مینا برج، د سپېروان غونډۍ میرهزار جومات او ځیني نور هغه تاریخي ابدات دي چې په بد حالت کې دي او خاصه پاملرنه ورته نه ده شوې.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.