جلالاباد (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۱): د ټولګټو وزارت د کابل – جلالاباد پر لويهلار د ترافيکي پېښو مخنيوي په موخه موټرچلوونکو ته امر کړی چې په ټايرونو کې له زنځير (چاينونو) څخه ګټه واخلي.
د معلوماتو له مخې، يوازې پرون پر یاده لویهلار له لسو ډېرې ترافيکي پېښې شوې چې په يوه کې يې يو کس مړ او ۱۴ نور ټپيان شوي دي.
د ټولګټو وزارت له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، دغه پرېکړه د هېوادوالو د ژوند خونديتوب په موخه شوې ده.
په اعلاميه کې زياته شوې: «ټولګټو وزارت، د تګ راتګ پر مهال د هېوادوالو د خونديتوب او له زړه بوږنونکو پېښو څخه د مخنيوي په موخه د کابل – جلالاباد پر لويهلار یوازې هغو موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي چې زنځير يا چاین ونه لري.»
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست د رسنيو د همغږۍ مسوول قريشي بدلون هم پژواک ته ويلي چې دغه پرېکړه د خلکو د ژوند خونديتوب په موخه شوې ده.
پرون د لغمان ولايت اړوند په مشالې کمره سيمه کې يو رنجر او يو مسافروړونکي مرسډيز موټر ټکر کړی و چې له امله يې د مرسډيز موټرچلوونکی مړ شوی او په دغه موټر کې سپاره ۱۴ کسان ټپيان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP