ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټولګټو وزارت: د کابل – جلال‌اباد پر لاره یوازې چاین‌ لرونکي موټر د تګ راتګ اجازه لري

د ټولګټو وزارت: د کابل – جلال‌اباد پر لاره یوازې چاین‌ لرونکي موټر د تګ راتګ اجازه لري

author avatar
30 Jan 2023 - 12:34
د ټولګټو وزارت: د کابل – جلال‌اباد پر لاره یوازې چاین‌ لرونکي موټر د تګ راتګ اجازه لري
author avatar
30 Jan 2023 - 12:34

جلال‌اباد (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۱): د ټولګټو وزارت د کابل – جلال‌اباد پر لويه‌لار د ترافيکي پېښو مخنيوي په موخه موټرچلوونکو ته امر کړی چې په ټايرونو کې له زنځير (چاينونو) څخه ګټه واخلي.

د معلوماتو له مخې، يوازې پرون پر یاده لویه‌لار له لسو ډېرې ترافيکي پېښې شوې چې په يوه کې يې يو کس مړ او ۱۴ نور ټپيان شوي دي.

د ټولګټو وزارت له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، دغه پرېکړه د هېوادوالو د ژوند خونديتوب په موخه شوې ده.

په اعلاميه کې زياته شوې: «ټولګټو وزارت، د تګ راتګ پر مهال د هېوادوالو د خونديتوب او له زړه بوږنونکو پېښو څخه د مخنيوي په موخه د کابل – جلال‌اباد پر لويه‌لار یوازې هغو موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي چې زنځير يا چاین ونه لري.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.