ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې یوه ځوان په شخصي لګښت د روږدو د درملنې زمینه برابره کړې ده

دایکنډي کې یوه ځوان په شخصي لګښت د روږدو د درملنې زمینه برابره کړې ده

author avatar
5 Feb 2023 - 17:30
دایکنډي کې یوه ځوان په شخصي لګښت د روږدو د درملنې زمینه برابره کړې ده
author avatar
5 Feb 2023 - 17:30

نیلي (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۱): د دایکنډي ولایت د کیتي ولسوالۍ یوه ځوان، علي‌اغا همدرد په خپل شخصي لګښت د دغې ولسوالۍ ۲۰ روږدي کسان د نیلي ښار په یوه خصوصي کمپ کې تر درملنې لاندې نیولي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، د کیتي ولسوالۍ نږدې ۲۰ روږدو ته چې په ناسم وضعیت او د ژوند له سختو ستونزو سره مخ وو، د درملنې زمینه برابره کړې ده.

همدرد زیاته کړه، د دغو روږدو د درملنې ټول لګښت په خپله دی ورکوي.

هغه وویل: «خلک له روږدو څخه ډېر شکایت لري، هغوی غلاوې کوي، کورنۍ او ټولنې ته درد ورکوي، پرېکړه مې وکړه چې په نوبتي ډول هغوی تر درملنې لاندې ونیسم.»

نوموړي څرګنده کړه، پلان لري چې د دغو کسانو له رغېدو وروسته، د یو شمېر نورو روږدو درملنه هم وکړي.

هغه زیاته کړه: «هر کله چې د کیتي ولسوالۍ د ټولو روږدو درملنه وشوه، وروسته د نورو ولسوالیو د روږدو لګښت ورکوم او درملنه یې کوم.»

هغه وويل، اعتياد يوه خطرناکه پديده ده او د ټولنې هر وګړی ورسره د مبارزې مسوولیت لري.

همدرد وايي، د یادو ناروغانو د درملنې لګښت له خپلو شخصي پیسو ورکوي.

په همدې حال کې، د دايکنډي امنيه قوماندانۍ مسوولين هم وايي چې د کیتي ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې پوليسو د دې ولسوالۍ د مخورو او د جوماتونو ملا امامانو په همکارۍ ۲۰ تنه معتادین له ولسوالۍ راټول کړي او د درملنې په موخه  یې د دغه ولايت مرکز ته لېږدولي دي.

د دايکنډي امنيې قوماندانۍ وياند غلام‌علي جاوېد پژواک خبري اژانس ته وويل، یاد شمېر روږدي کسان د تېرې پنجشنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز نیلي ښار د روږدو په یوه شخصي کمپ کې تر درملنې لاندې ونیول شول.

هغه زياته کړه، د دغو روږدو د درملنې لګښت د کیتي ولسوالۍ یو ځوان سوداګر له خپل شخصي جیبه ورکوي.

نوموړي د یاد ځوان دغه اقدام وستایه او د معتادینو د درملنې په برخه کې یې له ټولو نیکو خلکو او مشرانو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې، د اعتماد نوين خصوصي کمپ مسوولين وايي، دغه ۲۰ نشه‌یان په ۳۰ ورځنۍ دوره کې تر درملنې لاندې نیولي او د هغو ټول لګښت د دغه کس له خوا ورکول کېږي.

د اعتماد نوين کمپ مسوول نجيب ظفري پژواک ته وويل، دوى د دغو روږدو درملنه د روان درملنې له لارې ترسره کوي.

هغه زیاته کړه چې د ناروغانو حالت ته په کتو سره د لنډ یا اوږدمهال لپاره تر درملنې لاندې نیول کېږي.

د هغه په خبره، په دې موده کې د هغوى لپاره منظم خوراکي توکي او جامې په پام کې نیول شوي دي.

هغه زیاته کړه: «د هغوی ‎د درملنې لپاره یو نرس ډاکتر لرو چې ناروغ ته له اړتیا سره سم ته درمل ورکړل شي او ډېره د رواني درملنې له میتودونو، له خبرو او د درملنې جلسو استفاده وکړو ځکه دا ډېر ګټور دي.»

هغه څرګنده کړه چې د عامې روغتيا له وزارته رسمي جواز لري او تر اوسه د څه باندې ١٥٠ روږدو کسانو درملنه یې کړې ده.

هغه ټینګار وکړ، هغه کسان چې له دغه مرکزه رخصت شوي، بېرته خپل عادي ژوند ته ستانه شوي او له خپلو کورنیو سره ژوند کوي.

دغه‌راز نوموړي يادونه وکړه چې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې له مرکزه تر رخصتېدو وروسته هم له بېرته رغېدلو کسانو سره په اړیکه کې دی او مشورې ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د دايکنډي اوسېدونکي تل پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو په اړه شکايتونه کوي او د هغوى د درملنې غوښتنه يې کړې ده.

Visits: 124

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.