ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې نهه کسان وژل شوي

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې نهه کسان وژل شوي

author avatar
5 Feb 2023 - 15:37
تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې نهه کسان وژل شوي
author avatar
5 Feb 2023 - 15:37

کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۱): تېره اونۍ امریکا د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو له امله د اسلامي امارت پر ځینو چارواکو د ویزو محدودیتونو ولګول او ځینو نړۍوالو سازمانونو وویل، افغانستان په اقتصادي، امنيتي او له فساد سره مبارزې برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

  • بېلابېلو سرچینو د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار د لګول شوو محدودیتونو لرې کولو غوښتنه وکړه.
  • امریکا د اسلامي امارت پر ځینو اوسنیو او پخوانیو چارواکو د ویزو محدودیتونه ولګول.
  • اسلامي امارت: فشارونه مسایل نه هواروي، بلکې د اختلاف وړ ټکي بايد له ډیپلوماټیکو لارو حل شي.
  • د روڼتیا نړۍوال سازمان: افغانستان له فساد سره په مبارزه کې له ۲۴ هېوادونو مخکې شوی دی.
  • اروپايي ټولنه: افغانستان په اقتصادي، امنيتي او له فساد سره مبارزې برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.
  • ټام ویسټ د افغانستان په تړاو خبرو لپاره پاکستان، جرمني او سویس ته سفرونه وکړل.
  • مجاهد: که ویسټ د افغانستان د کورنیو چارو په اړه سفرونه کوي، هیڅ ګټه نه لري.
  • متقي د پاکستاني چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې: د خپل بام واورې د بل پر بام مه اچوئ.
  • اروپایي ټولنې، پاکستان، روسیې او ایران، په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې نهه کسان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، ناپېژاندو وسله‌والو په ننګرهار کې يو، کندهار کې دوه او بلخ کې دوه کسان وژلي، په غور کې يوه کس خپل ورور وژلی، په بادغيس کې یوه پولیس د خپلې وسلې په خطايي ډز ژوند له لاسه ورکړی او فارياب کې د يوه ځوان مړی موندل شوی؛ دغه‌راز ځايي چارواکي وایي، په پروان کې يو کس د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۳ کسان وژل شوي او درې نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د ښځو کار، د نجونو تعليم او د امریکا بندیزونه

د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال د لېندۍ په ۲۹مه وویل چې په هېواد کې د نجونو لوړې زده‌کړې تر بل امر پورې ځنډول شوې دي. د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو فعالیت هم د روان ښوونیز کال له پیله ځنډول شوی دی.

همداراز، د اقتصاد وزارت د تېرې مرغومي میاشتې په ۳مه په افغانستان کې کورنيو او بهرنيو موسسو ته امر وکړ چې د خپلو ښځینه کارکوونکو دندې دې تر دویم امر پورې وځنډوي.

د راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تېره اونۍ ویلي، د اسلامي امارت پر ځینو هغو اوسنیو او پخوانیو چارواکو یې د ویزو بندیز ولګاوه چې پر ښځو او نجونو د لګول شوو محدودیتونو مسوول دي. هغه په دې اړه د کوم چارواکي نوم نه دی اخیستی.

خو د اسلامي امارت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده د قول‌اردوګانو له قوماندانانو سره په لیدنه کې ویلي چې د نړۍوالو فشارونه کومه ګټه نه کوي، بلکې لا د بې‌باورۍ لامل ګرځي.

دغه‌راز، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت پر ځینو چارواکو د امریکا له خوا د ویزو یاد بندیزونه غندلي، وایي چې فشارونه مسایل نه هواروي، بلکې د اختلاف وړ ټکي بايد له ډیپلوماټیکو لارو حل شي.

په کابل کې د ترکيې سفیر جیهاد ایرګنیای، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له سرپرست ملا محمد عباس اخند سره په ليدنه کې غوښتي چې ښځو ته بايد د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د کار اجازه ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د لوړو زده‌کړو وزارت د هېواد ټولو خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو موسسو ته لارښوونه کړې چې د را روان لمریز کال لپاره د کانکور په ازموینه کې د نجونو نوم‌لیکنه تر بل امر پورې وځنډوي.

تر يادې پرېکړې وروسته، د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو اتحادیې په دې اړه ویلي، که د نجونو د لوړو زده‌کړو د بندیز پر پرېکړې بیاکتنه ونه شي، د ډېرو خصوصي پوهنتونونو فعالیت به ودرېږي؛ خو د لوړو زده‌کړو وزارت د دغو پوهنتونونو د ستونزو څېړلو لپاره د یوه پلاوي ګومارلو خبره کوي.

همداراز، د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د را روان کال کانکور ازموینې لپاره د نجونو نوم‌لېکنې پر ځنډولو اندېښنه څرګنده کړې او له اسلامي امارته یې غوښتي چې د نجونو د زده‌کړو په اړه پر خپلو پرېکړو بیاکتنه وکړي.

افغانستان ته د ملګرو ملتونو د راغلي پلاوي مشر مارټین ګریفټیس هیله څرګنده کړې چې د افغانستان سرپرست حکومت په نادولتي موسسو کې ښځو ته د کار اجازه ورکړي.

هغه دا هم ویلی چې د افغانستان د سرپرست حکومت له خوا په غیردولتي ملي او نړۍوالو مؤسسو کې د ښځو پر کار له بندیزونو او محدودیتونو سره سره به دوی په افغانستان کې د بشري مرستو فعالیتونو ته ادامه ورکوي.

د ژغورنې نړۍوالې کمېټې په‌خپل یوه تازه راپور کې لیکلي چې دې کمېټې په افغانستان کې د ښځو د کار لپاره د سرپرست حکومت د روغتیا او پوهنې له وزارتونو تضمین اخیستی دی.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه د خپلو څرګندونو له امله بښنه غوښتې او په ډاګه کړې یې ده چې زده‌کړو ته د ښځو او نجونو مخنیوی نه اسلامي توجیه لري او نه هم د پښتني کلتور برخه ده.

هغه، د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته په خپله وینا کې ویلي وو چې په افغانستان کې د نجونو زده‌کړو په اړه بندیزونه  تر ډېره د پښتنو له کلتوري‌ برخې سرچینه اخلي،‌ نه له مذهبه او د همدغه کلتور له مخې ښځې باید په کورونو کې وساتل شي.

خو د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو ویلي، دغه پرېکړې موقتي دي او هڅې روانې دي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ورته حل‌لار وموندل شي.

چارواکو دا هم ویلي چې نور هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

د فساد پر وړاندې مبارزه او په اقتصادي برخه کې پرمختګ

د روڼتیا نړۍوال سازمان راپور ښيي چې افغانستان په تېر زېږدیز کال کې له فساد سره په مبارزه کې له ۲۴ هېوادونو مخکې شوی او د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې یې د شفافیت له اړخه یو سل او پنځوسم ځای خپل کړی دی.

خو د مالیې وزارت بیا په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې په تړاو د روڼتيا نړۍوال سازمان یاد خپاره شوي ارقام نیمګړي بللي او په دې برخه کې یې د بیاکتنې غوښتنه کړې ده.

د اروپايي ټولنې شارژدافیر فردیناند جینریش له افغان چارواکو سره په ليدنه کې ویلي چې افغانستان په اقتصادي، امنيتي او د فساد د له منځه وړلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

دغه‌راز، نړۍوال بانک ویلي چې په افغانستان کې د خوراکي او نفتي توکو بیې ټیټې شوې، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ثابت پاتې شوی، د صادراتو کچه هم د پام وړ ډېره شوې، د دولتي کارکوونکو معاشونه پر وخت ورکړل شوي او د ملي عوایدو په کچه کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي وضعیت په اړه د نړۍوال بانک د راپور د هرکلي ترڅنګ غوښتنه کړې چې دغه بانک دې خپلې نیمګړې پروژې بېرته پیل کړي.

پاکستان، جرمني او سويس ته د وېسټ سفرونه

تېره اونۍ، د امريکا متحده ایالتونو د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد ځانګړى استازى توماس وېسټ به له خپلو شریکانو سره د مشورې لپاره پاکستان، جرمني او سويس ته سفر وکړي.

هغه وايي، له پاکستاني چارواکو سره یې په ليدنو کې پر مهمو بشري مرستو، زده‌کړو ته د میلیونونو افغانانو پر لاسرسي او د افغانستان د سرپرست حکومت فرمانونو پر اغېزو بحث کړی دی.

وېسټ وايي، جرمني ته یې په خپل سفر کې د دغه هېواد له چارواکو سره کار ته د افغان ښځو د بېرته ستنېدنې او همداراز افغان ولس ته د حیاتي مرستو برابرولو په تړاو خبرې کړې دي.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د هغه د سفرونو په اړه وايي: «که هغه پر هېوادونو ګرځي او د افغانستان په تېره د افغانستان د کورنیو چارو په اړه بحث کوي، دا کوم ځای نه نیسي او نه هم ګټه لري؛ ښه دا ده چې امریکا واقعیت درک کړي او د ستونزو د حل لپاره له خبرو اترو او باور جوړونې کار واخلي.»

د پاکستاني چارواکو د څرګندونو ردول

د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور ښار د پولیسو په جومات کې تر برید وروسته – چې په کې ۱۰۰ کسان ووژل شول او ۲۰۰ نور ټپيان شول – د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف یو ځل بیا ادعا وکړه چې «ترهګر» د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي.

خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت په دې اړه د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونې رد کړې او ډاډ يې ورکړ چې د افغانستان خاوره به د سيمې او نړۍ د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

همداراز، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په دې اړه ویلي چې د پاکستان حکومت دې د پېښور برید په اړه څېړنه وکړي او د ملامتۍ ګوته دې افغانستان ته نه نیسي. هغه زیاته کړه: «د پاکستان له وزیرانو څخه هیله کوو چې د خپل بام واورې دې د بل چا پر بام نه وراچوي.»

په ورته مهال، د افغانستان د سیاسي چارو ځینو شنونکو د پاکستاني چارواکو وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي، دغه هېواد د ځان سپینولو لپاره د افغانستان په تړاو دا ډول بې‌بنسټه څرګندونې کوي.

په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټيڼګار

د پاکستان او روسیې بهرنیو چارو وزیرانو په مسکو کې د ليدنې پر مهال، یو ځل بیا د افغانستان له سرپرست حکومته وغوښتل چې له خپل ولس او نړۍوالې ټولنې سره پر کړو ژمنو ودرېږي او ټولګډونه حکومت جوړ کړي.

دغه‌راز، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکولسن وايي، له پاکستاني چارواکو سره یې په افغانستان کې پر بشري وضعیت، په نادولتي موسسو کې د ښځو کار ځنډېدو د اغېزو او ټولګډونه حکومت جوړېدو پر اړتیا خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان، له ټوماس وېسټ سره په لیدنه کې ویلي چې اسلام‌اباد د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل د دوام ملاتړ کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل قطري سیال سره په لیدنه کې، په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی او دا موضوع یې په افغانستان کې د ټېکاو، هوساینې او پراختیا د بېرته راګرځېدو لپاره مهمه ګڼلې ده.

خو د افغانستان اسلامي امارت تل خپل حکومت ټولګډونه بللی او دا ډول غوښتنې يې په خپلو کورنیو چارو کې د لاسوهنې هڅه هم بللې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لېنډا توماس ګرینفیلډ وايي، واشنګټن او ملګري ملتونه د اسلامي امارت د اقداماتو له مخې قضاوت کوي. هغې زياته کړې چې اسلامي امارت د نجونو او ښځو پر وړاندې د خپلو سیاستونو له امله په رسمیت نه‌ دی پېژندل شوی.

Visits: 72

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.