ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اورښتونو د اروزګان- کندهار لار خرابه کړې ده

اورښتونو د اروزګان- کندهار لار خرابه کړې ده

author avatar
5 Feb 2023 - 15:31
اورښتونو د اروزګان- کندهار لار خرابه کړې ده
author avatar
5 Feb 2023 - 15:31

ترینکوټ (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۱): د اروزګان- کندهار لارې موټرچلوونکي او مسافر وايي، وروستیو اورښتونو دغه لار سخته خرابه کړې چې دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغوی زیاتوي، پر دغه لویه‌لار هره ورځ سلګونه مسافروړونکي او باروړونکي موټر له کړاو او خطره ډک تګ راتګ کوي چې د دغو دواړو ولایتونو ترمنځ یوازینۍ لاره ده.

د یادې لارې د یوه باروړونکي موټر چلوونکي اختر محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، له اروزګان څخه کندهار ته غځېدلې لار ۱۷۵ کیلومتره اوږدوالی لري چې شاوخوا ۴۰ کیلومتره یې خامه ده.

هغه زیاته کړه، وروستیو اورښتونو د یادې لارې څلوېښت کیلومتره خامه برخه- چې له ژمي مخکې د مسوولینو له لوری هواره شوې وه- سخته خرابه کړې ده.

هغه وايي، مسوولینو د دې پر ځای چې د دغې لارې د اساسي جوړولو چاره وکړي د خلکو د تېر ایستلو لپاره یې یوازې خاورې ورباندې واچولې.

نوموړي وویل: «مسوولین دې راشي، موټرچلوونکي او مسافر دې له نژدې وویني چې په څومره سختیو او خطرونو پر دې لار تګ راتګ کوي، کوچني او لوی موټر ورباندې چپه کېږي، خلک باید په ورځو ورځو انتظار وکړي څو له اروزګان څخه کندهار او یا کندهار څخه اروزګان ته لاړ شي.»

د موټرچلوونکو ترڅنګ مسافر هم پر یاده لار له ستونزو شکایت او له مسوولینو د پاملرنې غوښتنه کوي.

د یادې لارې یوه مسافر عبدالمالک پژواک خبري اژانس وویل، د اروزګان- کندهار لارې هغه برخه چې موده مخکې رغول شوې وه اوس بیا خرابه شوې ده.

دی وایي، مسافر پر دغه لار په ډېر کړاو او ستونزو اوږد مزل کوي، ان د لارې خرابوالي له امله اړ کېږي پلی تګ وکړي.

هغه زیاتوي، د دې ستونزې یوازینی حل د لارې اساسي جوړول دي.

د هغه په خبره، له بده‌مرغه نه په تېر او نه په اوسني نظام کې د دغې لارې جوړولو غم وخوړل شو.

سیمه‌ییز مسوولین د موټرچلوونکو او مسافرو ستونزې مني او وايي، د یادې لارې اساسي جوړولو موضوع یې له ټولګټو چارو وزارت سره شریکه کړې ده.

د اروزګان ولایت د ټولګټو چارو رییس نظام‌الدین نظامي پژواک خبري اژانس ته وویل، وخت په وخت له خپل کاري ټیم او وسایلو سره د لارې هغې برخې ته رسېدلي چې د وروستیو اورښتونو له امله خرابه شوې ده.

د یادونې ده، څو میاشتې مخکې د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې ګڼ شمېر کسانو اعتراض هم کړی و او غوښتنه یې کوله چې د فرعي لارو پر ځای دې د اروزګان- کندهار عمومي لاره جوړه شي.

هغوی ویل چې مسوولینو د کندهار- اروزګان عمومي لارې پر ځای د کندهار- دهراوود فرعي لارې جوړولو چارې پیل کړې چې خلک یې خپه کړي دي.

Visits: 36

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.