ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عدالیې وزارت: ۲.۳ میلیون جریب غصب شوې ځمکه امارتي تثبیت شوې ده

عدالیې وزارت: ۲.۳ میلیون جریب غصب شوې ځمکه امارتي تثبیت شوې ده

author avatar
6 Feb 2023 - 15:59
عدالیې وزارت: ۲.۳ میلیون جریب غصب شوې ځمکه امارتي تثبیت شوې ده
author avatar
6 Feb 2023 - 15:59

کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۱): عدلیې وزارت وایي، د ځمکې د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون تر اوسه ۲.۷ میلیون جریب ځمکه بررسي کړې، ۳.۶ میلیون تر بررسۍ لاندې ده او له غصب شوې ځمکې یې ۲.۳ میلیون امارتي تثبیت کړې ده.

یاد کمېسیون د روان کال د لړم میاشتې په اتمه په کار پیل کړی؛ دغه کمېسیون د عدلیې، کرنې، ښارجوړولو، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او لويې څارنوالۍ له استازو جوړ دی.

د عدلیې وزارت ویاند عبدالحمید جهادیار نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد کمېسیون تر اوسه په ټول هېواد کې ۲.۷ میلیون جریب ځمکه بررسي کړې، ۳.۶ میلیون جریب یې تر بررسۍ لاندې ده او تر اوسه یې ۲.۳ میلیون جریب امارتي تثبیت کړې ده.

هغه وویل، تر اوسه ۲۷۴.۵ زره جریب ځمکه استرداد شوې او پاتې نوره امارتي تثبیت شوې ځمکه به ژر استرداد او د غاصبینو له منګولو وژغورل شي.

دی وایي چې په ټولو ولایتونو کې د دغه کمېسیون چارې په ډېرې چټکۍ روانې دي.

Visits: 139

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.