مېمنه (پژواک، ١٩ سلواغه ١٤٠١): د فاریاب سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت مرکز میمنې ښار کې د یوه جومات مخې ته چاودنه شوې خو مرګژوبله نه لري.
د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي شمسالله وایي، نن ماسپښین یوه بجه د میمنې ښار د امام ابو حنیفه جومات مخې ته چاودنه شوې ده.
هغه وایي، دغه چاودنه په موټرسایکل کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې چې له نېکهمرغه چاته پکې مرګژوبله نه ده اوښتې.
د هغه په خبره، د چاودنې لامل تر اوسه نه دی په ډاګه شوی او امنیتي ځواکونو د پېښې د عاملینو پېژندلو او نیولو هڅې پیل کړې دي.
همداراز، یوه لمونځکوونکي قاري شفیع وویل، ماین په یوه موټرسایکل کې ځای پرځای شوی و، کله چې لمونځکوونکي پر لمانځه ولاړ وو، له جوماته د باندې چاودنه وشوه.
هغه د یادې چاودنې د مرګژوبلې په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې د پېښې ځای د امنیتي ځواکونو له لوري محاصره شوی دی.
له بلې خوا، د فاریاب په حوزوي روغتون کې یوې سرچینې پژواک ته وویل چې د پېښې له ځایه ۷ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
Views: 88