ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کروندګر: سړې هوا په بغلان کې د غنمو کروندې له منځه وړې دي

کروندګر: سړې هوا په بغلان کې د غنمو کروندې له منځه وړې دي

author avatar
12 Feb 2023 - 12:06
کروندګر: سړې هوا په بغلان کې د غنمو کروندې له منځه وړې دي
author avatar
12 Feb 2023 - 12:06

پلخمري (پژواک، ٢٣ سلواغه ۱۴۰۱): د بغلان يو شمېر کروندګر وايي، د سږ کال سړې هوا په دغه ولايت کې د غنمو زرګونه جريب کروندې له منځه وړې او دوى يې له مالي ستونزو سره مخ کړي دي.

د بغلان مرکز پلخمري د شمرق سیمې يوه کروندګر ولي محمد پژواک اژانس ته وویل چې سږ کال يې پر ٢٠ جريب ځمکه غنم کرلي وو خو د سړې هوا له امله ټول يخ وهلي او له منځه تللي دي.

هغه زياته کړه: «داسې يخ وهلي دي چې ټول له منځه تللي دي، فکر نه کوم سږ کال ترې ډېر لږ حاصل هم ترلاسه کړم.»

نوموړي وويل چې د غنمو پر کروندو يې ٢٥٠ زره افغانۍ لګولې وې خو اوس يې کروندې يخ وهلې او بېرته خپلې لګول شوې پېسې هم نه شي ترلاسه کولاى.

هغه چې د بغلان کرنې رياست ته د مرستو اخیستلو لپاره ورغلى و، له حکومتي ادارو او مرستندويه ټولنو یې د مرستې غوښتنه وکړه.

دغه‌‌راز د مرکزي بغلان ولسوالۍ يوه کروندګر محمد رسول پژواک ته وويل چې په څلور جريب ځمکه کې يې غنم کرلي و خو اوس ټول يخ وهلي دي.

نوموړى وايي، د دوى په سيمه کې زرګونه جريب د غنمو کروندې يخ وهلې او حاصل ته نه رسېږي.

د بغلان ګڼ شمېر نورو کروندګرو هم ورته شکايتونه وکړل او له حکومت او مرستندويه ادارو يې د اصلاح شوو تخمونو او کيمياوي سرې د مرستې غوښتنه وکړه.

بل لورته، د بغلان د کرنې رياست هم تاييدوي چې په دغه ولايت کې د غنمو ځينې کروندې يخ وهلې دي.

د بغلان ولایت د کرنې ریاست د غلې دانې څانګې مسوول احمدضیا حبیبي وويل، سږ کال په دغه ولايت کې د غنمو کروندې د سړې هوا امله زيانمنې شوې، خو تر اوسه يې دوى دقيق ارقام نه دي ترلاسه کړي.

هغه پژواک اژانس ته وویل چې تر اوسه د مرکزي بغلان ولسوالۍ او پلخمري شاوخوا سیمو کروندګرو په دې اړه د مشورې او مرستې لپاره کرنې ریاست ته  غوښتن‌لیکونه سپارلي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېر کال په بغلان کې پر ۸۷ زره هکتاره ځمکه غنم کرل شوي وو چې ۱۸ زره ټنه حاصلات ترې ترلاسه شوي وو.

خو حبیبي وايي، سږ کال د تېر کال په پرتله پر ډېره ځمکه غنم کرل شوي خو د سړې هوا له امله به يې د حاصلاتو کچه ډېره کمه وي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په بغلان کې پر للمي ځمکو کرل شوي غنم د وچکالۍ له امله له منځه تللي وو.

Visits: 98

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.