ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فاریاب اوسېدونکي د مخابراتي خدمتونو له ټیټ کیفیته شکایت کوي

د فاریاب اوسېدونکي د مخابراتي خدمتونو له ټیټ کیفیته شکایت کوي

author avatar
13 Feb 2023 - 19:20
د فاریاب اوسېدونکي د مخابراتي خدمتونو له ټیټ کیفیته شکایت کوي
author avatar
13 Feb 2023 - 19:20

میمنه (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۱): د فاریاب یو شمېر اوسېدونکي د مخابراتي شبکو د انټرنیټي خدمتونو له ټيټ کیفیته شکایت لري او له حکومت او اترا ادارې څخه د دغو شبکو د خدمتونو د کنټرول غوښتنه کوي.

له بلې خوا، د یاد ولایت د مخابراتو ریاست وايي چې د مخابراتي شبکو ټيټ کیفیت خدمتونو ستونزې ته به رسېدنه وشي.

 د فاریاب پوهنتون استاد محمداشرف شریفي وايي، له پنځو کلونو راهیسې د افغان بېسیم له انټرنیټه کار اخلي، خو په وینا یې چې هیڅکله د دغې شبکې له خدمتونو راضي نه دی.

شریفي وویل: «د افغان بېسیم شبکې 4G انټرنټ دروغ دي او په ورته مهال په میاشت کې لږ تر لږه يوه اوونۍ خراب او د استفادې وړ نه وي.»

هغه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارت او اترا ادارې څخه غوښتنه کوي چې د مخابراتي شبکو د تقلب او کم‌کارۍ مخه ونیسي او اجازه ورنکړي چې له بې‌وزلو خلکو بې‌مورده پیسې واخلي.

يو شمېر سيمه‌ييز خبريالان هم په دغه ولايت کې د مخابراتي شبکو انټرنیټي خدمتونه کمزوري ګڼي او ادعا کوي چې له همدې امله يې د اطلاع رسونې چارې له ستونزو سره مخ شوې دي.

په یاد ولايت کې د سيمه‌ييزو خبريالانو له ډلې علاوالدين ایرکین پژواک اژانس ته وويل: «افغان بېسيم او نورې شبکې له خلکو ډېرې پيسې اخلي، خو خدمات يې د ګټې اخيستنې وړ نه دي.»

هغه زیاته کړه چې د مخابراتو وزارت او اترا ادارې مسوولین باید د مخابرتي شبکو خدمات کنټرول کړي.

د ازاد بیګ رسولي په نوم یوه بل خبریال هم وویل: «پخوا مې د روشن له انټرنټه ګټه اخیستله، پایله یې ورنکړه او اتصالاتو ته مې بدل کړ، خو د دغه شبکې فعالیت هم کمزوری و او وروسته مې د بیسیم فورجي انټرنټ فعال کړ، متاسفانه چې دا هم د ګټې اخیستنې وړ نه دی.»

بل‌پلو، په فاریاب کې د افغان بېسیم مخابرتي شبکې نماینده‌ګي وایي چې په راتلونکو ورځو کې به د فورجي انټرنټ ستونزې حل شي.

په فاریاب کې د افغان بېسیم ولایتي استازي انجنیر امین‌الله انتظار، پژواک ته وویل: «د افغان بېسیم مخابراتي شرکت په دوامدار ډول هڅه کوي څو لا ښه خدمات وړاندې کړي؛ خو د اورښتونو، د تقویتي تجهیزاتو کموالي او نورو تخنیکي عواملو له امله د دغې شبکې په ځینو انتنونونو کې ستونزې رامنځته شوې چې دغو ستونزو او د خلکو شکایتونو ته به رسېدنه وشي.»

هغه زیاته کړه چې په فورجي انټرنټ کې شته ستونزې به تر راتلونکو دوو اونیو پورې حل شي.

د فاریاب د مخابراتو رییس مفتي هدایت‌الله، د خلکو ستونزې تاییدوي او وایي چې د انټرنټي خدمتونو شبکې کمزورې دي.

هدایت‌الله زیاته کړه، په افغانستان کې په ځانګړې توګه فاریاب کې د ټولو شبکو مخابراتي کیفیت ټیټ دی، د فاریاب د مخابراتو ریاست هڅه کوي چې د مخابراتي شبکو مسوولین دې ته اړ کړي چې  د خدماتو کیفیت لوړ کړي.

Visits: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.