ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست: د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې د اصحاب کهف غار لرغوني اثار لوټ شوي

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست: د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې د اصحاب کهف غار لرغوني اثار لوټ شوي

author avatar
14 Feb 2023 - 14:32
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست: د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې د اصحاب کهف غار لرغوني اثار لوټ شوي
author avatar
14 Feb 2023 - 14:32

ميمنه (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۱): د فارياب ولايت فرهنګیان او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي، په تېرو کلونو کې د دغه ولايت په قيصار ولسوالۍ کې پر اصحاب کهف غار مشهور ځای لرغوني اثار لوټ شوي او په دغه غار کې د اوو جسدونو اسکلیټونه هم له منځه تللي دي.

د فرهنګیانو او مسوولینو په وینا، د اصحاب کهف غار له ۱۴۰۰ کاله مخینې درلودو سره په نوې رامنځته شوې چهلګزي ولسوالۍ کې –چې پخوا د قیصار ولسوالۍ اړوند وه- د میمنې ښار لویدیځ ۹۰ کیلومترۍ کې موقعیعت لري. په دغه غار کې د ۷ نارینوو جسدونه او د یوه ښکاري سپي، یوې هوسۍ او یوه باز اسکلیټونه موجود وو خو د تېرو ناامنو له امله د دغو حیواناتو اسکلېټونه لوټ شوي او د انسانانو جسدونه هم له منځه تللي دي.

لیکوال او شنونکی استاد محمدکاظم امیني وايي، د قیصار ولسوالۍ اصحاب کهف له هغه اصحاب کهف سره چې په قران کریم کې یې یادونه شوې، د تقدس له پلوه نه پرتله کېږي؛ خو د تاریخ او تمدن له اړخه له هغه کم نه دی او ۱۴۰۰ کاله مخینه لري.

د هغه په ​​وينا، د اصحاب کهف غار چې په بلاد روم (د ترکيې افسون ښار) کې موقعيت لري، طبيعي دی؛ په هغه کې ٧ جسدونه او يو سپى موجود دي، خو د قیصار اصحاب کهف غار مصنوعي دی، په دغه غار کې ۷ جسدونه، یو مومیایي شوی شپون، یو سپی، یوه هوسۍ او یو باز وو چې په تېرو ۲۰-۳۰ کلونو کې ویجاړ شوي او ځیني هډوکي یې پاتې دي.

هغه زیاته کړه، هغه جسدونه چې د قیصار په اصحاب کهف غار کې موجود دي، هغه کسان وو چې ۱۴۰۰ کاله مخکې له یوې پېښې سره مخ شول، بیا د هغه وخت واکمنانو مومیايي کړي وو او دغه غار تر ۱۲۱ کلونو مخکې د «التي خواجه عزیزان» زیارت په نوم یادېده.

کاظم امیني زیاته کړه: «۱۴۰۰ کاله وړاندې د جسدونو مومیايي کېدو بحث، په خپل ذات کې ستر تاریخي ارزښت لري او دا په ډاګه کوي چې په هغه زمانه کې هم مدنیت، طبابت او ښار موجود وو.»

هغه پر یونیسکو (د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او فرهنګي سازمان) سخته نیوکه وکړه او ویې ویل: «د خلکو دوکه‌کوونکي دغه سازمان د یونیسکو نوم ته زیان رسولی، د افغانستان په شمال په ځانګړې توګه په فاریاب کې یې د تاریخي اثارو په برخه هیڅ کار نه دی کړی، که په رښتیا هم د فرهنګي میراثونو ساتلو ته ژمن دی نو د اصحاب کهف غار یې باید په کلتوري میراثونو کې شامل کړی وای.»

د قیصار ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی او لیکوال استاد محمدرحیم ابراهیم وايي، ٥٠ کاله مخکې يې د اصحاب کهف له غاره ليدنه کړې وه چې پکې د ٧ کسانو جسدونه او د يوه سپي، يوې هوسۍ او یوه باز مړي موجود وو.

هغه وویل، د سراج التواریخ په کتاب کې یې لوستي چې د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې د قیصار د اصحاب کهف غار د مطالعې او څېړنې لپاره له کابله یو پلاوی ټاکل شوی و او راپور ورکوي چې دغه تاریخي غار په قرآن‌کریم کې له ذکر شوي غار سره تړاو نه لري.

بل‌خوا، د اصحاب کهف کلي اوسېدونکى ۷۰ کلن سيد عزيزالله د خپلو پلرونو په حواله وايي، د اصحابو زيارت له ١٤٠٠ کلونو ډېره مخینه لري، د ١٣٥٧ کال تر انقلاب مخکې دغه ځای ته د هېواد له بېلابېلو ولايتونو او بهره ګڼ شمېر خلک راتلل او یو ځل محمد ظاهر شاه هم ورته راغلی و.

نوموړي وویل، د غار دننه د اوو کسانو او له غاره بهر د یوه باز، یوې هوسۍ او یوه ښکاري سپي مړي موجود وو، باز کوم ملنګ کندهار ته یووړ خو هوسۍ او تازي تر څو کلونو مخکې هم شتون درلود چې د مخربو کسانو له خوا له منځه وړل شوي دي.

هغه له حکومته د اصحاب کهف زیارت د ترمیم او رغولو غوښتنه وکړه څو پر یوه سیاحتي ځای بدل شي.

د زیارت ساتونکی ملا ګلاب وایي، د اصحاب کهف مرقد ۱۱۰۰ کاله مخکې د سلجوقیانو واکمن سلطان سنجر په وخت کې -چې د قیصار زیارت په سیمه کې یې اډه درلوده- جوړ شوی دی؛ د ښکاري سپي، هوسۍ او باز سکیلیټونه تر څو کلونو مخکې هم موجود وو، خو غلو له ځان سره یووړل.

همداراز، د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی امر مولوي عبدالله مرادي وايي، په قران کریم کې د اصحاب کهف په اړه یوه لوی سورت شته، خو معلومه نه ده چې د قیصار ولسوالۍ په اصحاب کهف غار کې شته جسدونه کومو اشخاصو او کوم وخت پورې اړه لري، په دې تړاو باید څېړنه وشي.

مرادي چې د اصحاب کهف غار د حالت لیدو لپاره په دغه ځای کې و، وویل چې په دغه غار کې ځیني اثار او موجودات د انقلاب پر مهال غلا شوي او د انسانانو هډوکي او اسکلیټونه مات شوي دي.

هغه زیاته کړه چې دغه زیارت څېړنې او بیارغونې ته اړتیا لري.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی امر وایي، که د اصحاب کهف زیارت ترمیم او بیا ورغول شي، سیمه به پر یوه سیاحتي ځای بدله شي او حکومت ته به هم یوه عایداتي سرچینه وي.

Visits: 52

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.