د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست: د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې د اصحاب کهف غار لرغوني اثار لوټ شوي
د فارياب ولايت فرهنګیان او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي، په تېرو کلونو کې د دغه ولايت په قيصار ولسوالۍ کې پر اصحاب کهف غار مشهور ځای لرغوني اثار لوټ شوي او په دغه غار کې د اوو جسدونو اسکلیټونه هم له منځه تللي دي.


