ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار- هرات پر لار پر ارغنداب سیند د پله جوړولو کار روان خو د سړک کار درېدلی دی

د کندهار- هرات پر لار پر ارغنداب سیند د پله جوړولو کار روان خو د سړک کار درېدلی دی

author avatar
14 Feb 2023 - 17:46
د کندهار- هرات پر لار پر ارغنداب سیند د پله جوړولو کار روان خو د سړک کار درېدلی دی
author avatar
14 Feb 2023 - 17:46

کندهار (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۱): د کندهار- هرات لویې‌لارې اړوند د کندهار ښار لوېدیځ لوري په «باغ پُل» ساحه کې پر ارغنداب سیند د یوه لوی پله د بیا رغولو چارې روانې خو د سړک د بیا رغولو چارې درېدلې دي.

د یاد پُل او اړوندې لارې د ۶۵ کیلومتره برخې د بیارغولو چارې دوه میاشتې مخکې د کندهار د ټولګټو چارو ریاست له لوري پیل شوې وې.

د دغې پروژې یوه مسوول انجنیر بشیر حسن خوشيوال پژواک خبري اژانس ته وویل، د پل او سړک د بیا جوړولو چارې یو ځای پیل شوې وې خو د سړک د جوړولو  کار د سړې هوا له امله درېدلی او د پل رغولو کار لا روان دی.

هغه وايي، د کندهار ښار لوېدیځ لوری په «باغ پُل» ساحه کې د کندهار- هرات لویې‌لارې اړوند پر اغنداب سیند د لوی پل جوړولو په پروژه کې د ۸۲ ترکي انجنیرانو ترڅنګ ۱۰۰ افغان کارګر پر کار بوخت دي.

هغه زیاته کړه: «دغه پل په دوه برخو کې بیا جوړېږي چې یوه برخه د ۷۷ ترکي کمپنۍ او بله برخه د افغان انجنیرانو او کارګرانو له لوري جوړېږي.»

د نوموړي په خبره، د یاد پُل پر جوړولو نږدې یو میلیون ډالر لګښت راځي چې د ټولګټو چارو وزارت له لوري ورکول کېږي او تر راتلونکو دوو میاشتو به بشپړ شي.

خوشیوال خبر ورکړ، د سړک جوړولو چارې -چې د سړې هوا له امله درېدلې دي- په راتلونکو څو ورځو کې به بېرته پیل شي.

هغه زیاتوي، د کندهار- هرات لویه‌لار د تېرو شلو کلونو جګړو او ماین چاودنو ترڅنګ، د باروړونکو موټرو د درنو وزنونو له امله زیانمنه شوې چې اوسمهال یې ۶۵ کیلومتره برخه بېرته جوړېږي.

شاوخوا دوې میاشتې مخکې د ټولګټو چارو وزارت سلاکار مولوي اغا جان د دغې پروژې د پيل په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته ویلي وو چې د کندهار- هرات لارې اړوند له کندهار ښاره تر هلمنده ۶۵ کیلومتره سړک ترمیمېږي چې پکې د پلچکونو رغول هم شامل دي.

هغه یادونه کړې وه، د دوی هڅه دا ده چې دغه مهمه لار ژر ترمیم شي، نو ځکه د شپې به هم کار جریان ولري؛ خو د ژمي موسم له امله نه شي ویلای چې په څومره موده کې به بشپړ شي.

د نوموړي په خبره، د یاد سړک د ترمیم لپاره ۲۲۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې خو کره بودجه لا هم په ډاګه شوې نه ده.

په یاده پروژه کې پر کار بوخت کسان خوښ دي چې د کار زمینه ورته برابره شوې ده.

د فضل محمد په نوم یوه کارګر پژواک خبري اژانس ته وویل، خوشحاله دی چې دلته کار کوي، له یوې خوا وطن ابادوي او له بلې خو خپلې کورنۍ ته نفقه برابروي.

هغه غوښته کوي چې داسې پروژې دې نورې هم ډېرې شي څو لا ډېر خلک پر کار بوخت او د بیارغونې چارې ګړندۍ شي.

د سیمې یوه اوسېدونکي سید رسول پژواک خبري اژانس ته وویل: «د کندهار- هرات لار او دغه نښلوونکی لوی پل ډېر خراب شوي وو، زموږ غوښتنه دا ده چې باید په ښه ډول جوړ شي څو بیا خراب نه شي.»

د کندهار ښار لوېدیځ لوری په باغ پل ساحه کې پر ارغنداب سیند دغه پل کلونه مخکې د روسانو له خوا جوړ شوی و چې هرات، فراه او هلمند له کندهار سره نښلوي او د سوېلي اسیا هېوادونو یوه مهمه سوداګریزه او ټرانزيټي لار ګڼل کېږي.

پر دې لار هره ورځ زرګونه باروړونکي او مسافروړونکي موټر تګ راتګ کوي چې په دې وروستیو کې د پل په ګډون د لارې ډېرې برخې ویجاړې شوې وې.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.