ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان بانک سبا ۱۷ میلیون ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک سبا ۱۷ میلیون ډالر لیلاموي

author avatar
18 Feb 2023 - 14:12
د افغانستان بانک سبا ۱۷ میلیون ډالر لیلاموي
author avatar
18 Feb 2023 - 14:12

کابل (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا ۱۷ میلیون امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري.

یاد بانک نن د یوه ټویټ په خپرولو سره لیکلي چې دغه داوطلبي به سبا (یکشنبه، د سلواغې ۳۰مه) ترسره شي.

سرچینې پر شرایطو برابرو له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

په ټویټ کې راغلي، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

د سرچینې په خبره، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته نشته، د لیلام ګټونکي باید د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

Visits: 199

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.